زړه څه شی ده ؟!

زړه د غوښې یوه وړه ټوټه ده، ویل کېږي داټوټه ساده هم ده رنګینه هم ده ، مغروره هم ده، خاکساره هم ده،بې خبره هم ده او باخبره هم ده، درازونو افشاکونکې هم ده. دعشق مجلس ته چې ورشي مدهوشه کېږي،او دعقل مجلس ته چې ورشي هوښیارېږي، دا وړه ټوټه روغه هم ده او ناجوړه هم ده،فرمانبرداره هم ده،ګنهګاره هم ده، خرڅونکې هم ده اخیستونکې هم ده، دا ناشنا وړه ټوټه ګل هم ده ازغی هم ده، ویل کېږي چې داټوټه غریبه هم ده،سرداره هم ده، طاقتوره هم ده او لاچاره هم ده، مجبورۍ سره سره مختاره هم ده، جنتي هم ده دوزخي هم ده. یو حکیم د زړه په هکله وایې: نادان خلک ددولت لپاره له زړه تېريږي، او عقلمند خلک دزړه د ساتلو لپاره له دولت څخه تېریږي. یو بل حکیم بیا دزړه په هکله داسې وایې: د نورو خلکو دزړونو ګټلو لپاره دخپلو زړونو ګټل ضروري دي،که چېرې تاسو په خپلو زړونو قابو ترلاسه کړئ دنیا بیا ستاسو په تصرف کې ده. بل حکیم بیا وایې: داحمق سړي زړه په ژبه کې وي،او دعقلمند سړي ژبه په زړه کې وي. حسن بصري ،رح، د زړه په هکله وایې: دخراب زړه پنځه نښې دي، ۱ـ دتوبې په امید ګناه کول،۲ـ علم زده کول اوعمل نه پرې کول،۳ـ اخلاص نه کول،۴ـ درزق خوړل اوشکر نه اداکول،۵ـ دنورو خلکو دفن کول او عبرت نه اخیستل. امام شافعي ،رح، فرمایې دزړه روښانه کولو لپاره له غیرضروري خبرونه پرهیز وکړئ! حضرت عثمان غني ،رض، د زړه په هکله فرمایې: ددنیا غم زړه تیاره کوي،او داخرت غم زړه روښانه کوي. ددواړو جهانونو سردار، حضـــرت مـــحمـــد مصطفی {صل الله علیه وسلم} فرمایې: ستاسو په جسم کې دغوښې یوه ټوټه ده، کله چې هغه سمه وي، نو ټول جسم سم وي،او کله چې هغه خرابه شي نو ټول جسم خرابېږي. معلومه خبره ده چې دا زړه ده. کوم وخت چې مونږ ته کومه جسماني ناروغۍ راپېښه شي نو مونږ ډیر په اندېښنه کې شو،مګر هېڅکله مو دزړه ناروغۍ ته توجه نده کړې. ریا کاري، دزړه ناروغي ده ،تکبر دزړه ناروغي ده،همداراز هوس،حرص،بخل،کینه،حسد، دا هره یوه بېله بېله دزړه ناروغي ده مګر مونږ ورته توجه نده کړې. انبیاء علیه سلام له همدغو ناروغیو څخه دزړونو دپاکوالي لپاره دنیاته راغلي ؤ،هغوی له هرڅه زیات کوشش دزړونو په تزکیه باندې کړی،ځکه چې کله زړه روغ وي نو ټول انسان روغ وي،او کله چې زړه خراب شي نو ټول انسان خرابېږي. چې زړه بدل شي انسان بدلېږي، دهغه ژوند بدلېږي،د ژوند مقصد یې بدلېږي، دژوند چارې یې بدلېږي، دزړه بدلون سره د محبت او عداوت پېمانه بدله شي، دکتلو انداز بدل شي، ټولنه او زمانه بدله شي، چې ټولنه بدله شي، دمحبت پیمانه بدله شي، نو دټول ژوند پیمانه برابره شي،چې پیمانه برابره شي د ژوند هره ګړۍ خوندوره شي، نو راځئ چې خپل زړونه پاک او ژوند برابر او خوندور کړو.
No comments: