زړه څه شی ده ؟!
Business
Life & style
Games
Sports
سړی وفات شو
By: Afghanistan افغانستان on April 11, 2021 / comment : 0
سړی وفات شو!
د جنازې د پورته کولو وړاندې یو کس چیغې کړې ویل یې: دا سړی زما 50 لکه افغانۍ پوروړی دی، تر څو چې زما پور ادا نشي هیڅوک د جنازې د پورته کولو حق نه لري.
د متوفي زامن او ټوله اقربا غلي ودرېدل او ټول له دې پور ادا کولو منکر شول.
ویل یې مونږ خبر نه یو، موږ ته پلار هېڅکله ددې پور په اړه نه ؤ ویلي،
سړي چیغې زیاتې کړې پدې وخت کې د متوفي لور راغله او خپله ټوله ګاڼه یې ددې سړ
ي مخ ته کېښودل ویل یې خیر که پیسې نه لرم دا زما ګاڼه واخله او چیغې مه وههپرېږده چې زما پلار خاورو ته وسپارل شي.
عارض سړي چې اوښکې پرې را ماتې وې مجلس ته یې مخ کړ ویل یې: دا سړی هېڅ پوروړی نه ؤ، بلکې زه ددې سړي 50 لکه افغانۍ پوروړی یم یوازې ما غوښتل ثابت کړم چې ددې سړي اصلي غمخوار او میراث خوار څوک دی، ما د خپل ملګري د امانت حقدار پیدا کړ.
نجونې د خدای ﷻ رحمت دي هیله ده له لورګانو او خویندو سره مو مهربانه واوسئ.
Contemporary History of Afghanistan
By: Afghanistan افغانستان on November 23, 2019 / comment : 0
Contemporary History of Afghanistan
دتاریخ لغوي او اصطلاحي پیژندنه .
تاریخ په لغوي لحاظ دعربي ژبې له (اَرَخَ) کلیمې اخستل شوی چې په پښتو کې دورځې ، میاشتې اونېټې معني ورکوي ، اوپه فارسي کې سال ، ماه ، ، او روز معني ورکوي .
او په اصطلاح کې د تیرو وګړو کړه اوړه تیرې پېښې او حالات دزمان او مکان په قید سره مونږه ته بیانوي، او یاهم په ساده اصطلاح تاریخ دنن ورځې سیاست دسبا ورځې تاریخ دی خو دنن اوسبا ترمینځ باید پنځوس کاله واټن اویاهم فاصله موجوده وي.
تاریخ داسې علم ده ،چې دسیاست دعلم پوهان یې دسیاسي چارو دښه پرمخ بیولو لپاره دسیاست دعلم لپاره خام مو اد بولي.
تاریخ په دریو برخو ویشل شوی
دټولنې تحولات ( تغیرات )
کرونولوژي ( دوخت پیژندنې علم )
ارکیالوژي ( دلرغونې پیژندنې علم )
تاریخ په دوه معینو تاریخي دورو ویشل کیږي
ماقبل التاریخ دوره
تاریخي دوره
ماقبل التاریخ دوره بیا په دوه برخو ویشل شوې
دډبرو د توږلو دوره ۳۶۰۰ ق م
دفلزاتو دوره
تاریخي دورې بیا په څلور برخو ویشل شوي
قرون اولی ( لومړنۍ پېړۍ) له ډیر پخواڅخه تر ۴۷۶م کال پورې او دهغه تاریخې دوره وه چې دروم امپراطوري دجرمنیانو او هو تیانو له خو له منځه ولاړله .
قرون وسطی ( منځنۍ پېړۍ ) دهوتیانو او جرمنیانو په واسطه چې په کال ۴۷۶م کال کې دروم امپراطوري له منځه ځي شیروع کیږي او په ۱۴۵۳م کال کې هغه وخت چې دروم دامپراطوري شرقي برخه (قسطنطنیه ) دعثماني امراطوري په واسطه فتح کیږي
قرون جدیده ( نوې پېړۍ ) دترکانو په واسطه په کال ۱۴۵۳م کال کې کله چې دشرقي روم مرکز قسطنطنیه فتح شوه شیروع کیږي او پای یې دفرانسې دلوی انقلاب پورې په کال ۱۷۸۹م پورې دوام کوي
عصر حاضر ( اوسنۍ وخت ) دفرانسې دستر ایقلاب۱۷۸۹م کال څخه شیروع او ترنن پورې دوا م کوي .
دافغانستان معاصر تاریخ داحمدشاه بابا په وخت کې کله چې په کال ۱۷۴۷م کال کې پادشاهۍ ته ورسیده شیروع کیږي خو داکثره اروپایې هیوادونو معاصر تاریخ له ۱۷۸۹م کال څخه شیروع کیږي ځکه چې پدې کال کې په اروپاکې یوستر بدلون رامنځته کیږي او همدار نګه په کال ۱۷۴۷ م کې دافغانستان په نوم دولت ، رامنځته شو داهم یوه لویه واقعه وه او احمدشاه بابایو ه لویه امپراطوري رامنځته کړه .
دیو موأرخ صفات
۱ـــ تاريخ ليکونکى بايدديوې پاکى اوسالمې عقيدى لرونکى وي.
٢-يوتاريخ ليکونکى چې کله ديوشخصيت په اړه ليکل کوي ،بايددهغه ټول اوصاف په لاس راوړي اويوازې په محاسنواوفضائلواکتفا ونکړي.
٣-ديوشخص ياديوې موضوع په مدحې اوزم کې دافراط اوتفريط څخه کاروانه خلي،بلکې داعتدال موقف غوره کړي.
٤-بايدپه ليکنه کې داسې جملې اوکلمې استعمال کړى چې هغه روانې ،ساده اوعام فهمه وي.
٥-موءرخ بايدپه امانـتدارۍ ،صداقت ،اخلاص اوديانت کې دښه نوم څښتن وي ، ځکه چې ديوموءرخ خبرې هم دپيښوپه ليکنه کې ديومدرک اومنبع په ډول استمعاليږي.
دتاريخ دلوستلوته اړتيا
هرانسان په خپل ټولنيزژوندکې دتير(ماضى)په رابطه دمعلوماتولرلوته اړتيااوليوال تيالري؛ترڅوپدې وپوهيږي چې دماضى سره دده ارتباط اواړيکې له کومه وخته راپيل اوتردى مهاله له کوموپړاونوڅخه تيرې شويدې اوپه راتلونکى کې دغه جريان په کوم لورې درومي؟ همدارنګه داپوښتنى چې يوه ټولنه څرنګه منځ ته راغلې ؟څرنګه قدرت ته ر سيدلې؟ اوبياکوم علتونه دهمدغې ټولنې دزوال سبب ګرځيدلى دي؟
انسان يې په جوابولوپسې ليوال دى اوددې پوښتنوجواب يوازې دتاريخ په پاڼوکې ترسترګوکيږي.بل داچې تاريخ دټولنې حافظه اودانسانولپاره يوکومکى عمردى ، دسياست دميدان اسلحه ده ؛ نواړينه ده چې دتاريخ مطالعې سره رابطه دځان مشغلاوګرزوواوداځکه چې دعبرت احساس رامنځ ته کوي دانسانانودبرياليتوب اوپرمختګ ټکې په ګوته کوي دملتونودزوال علل څيړي دعلم اوپوهې حصول توصيه کوي اودجهل څخه دبى زارئ درسونه ورکوي .
دافغانستان تاریخي جغرافیه
افغانستان یولرغونۍ اوتاریخي هیواد دی چې پنځه زره کلن تاریخ لري چې دغه پنځه زره کلن تاریخ مونږ ددې ساحې دتاریخي او جغرافیوي اسنادو ته په کتو اوهمدارنګه ددې ساحې دخلکو دنورو حیاتي مشخصاتوته او همدارنګه دمؤریخینو په وینا وو کې په لیدالای شو
افغانستان دتاریخ په اوږدو کې په دریو نومونو سره یادشوی ده چې لومړی یې اریانا دهندو اروپایي قبیلو له ډلې یوه قبیله ده ( دشریفو خلکو ځای، دواک خاوندان ، او دنېکو صفاتو درلودونکو خلکو) په نامه سره یادیده ددغو خلکو پېشه او شغل زراعت وه او دوي یعنې اریایانو دوخت په تیریدو سره دژوند دتکامل مختلف مراحل تیرکړي لومړی یې په کلیوالي او چوپاني شکل ورسته په قبیلوي او ورسته یې ښارونه ودان کړل او باتمدونه ژوند یې اختیار کړ داریانا دمشهور ښارونو څخه بخدی (بلخ ) وه چې اریایي پادشاهانو به ددې ښارونو په لوړو برجونو کې خپل بیرغونه زړولي وه چې دغه بیرغونه به ددوي شان او شوکت ، قدرت ، اقتدار او قوت نښه ګڼل کیده
دنړی مشهوره جغرافیه پوهان ارتستن په ۱۹۲ ق م پیړۍ کې استرابون په ۳ مه ق م پیړي کې هیرودت په ۵مه ق م پیړۍ کې اوهمدارنګه ۱۸۶۹م څخه تر ۱۹۳۰ م کال پورې مشهور جغرافیه پوهه بارتولد په خپلو اثاروکې داریانا نوم یاد کړی او حدود او جغرافیوي موقعیت یې په لاندو ډول مشخص کړی
داریانا څلور خواوې دشرق له طرفه داندوس سیند دغرب له طرفه دهند اقیانوس او دشمال له طرفه له سیر دریا او د جنوب له طرفه دهند له بحر سره سرحد درلوده .
داریایانو ځمکه چې داریایانو داسقرار څخه وروسته په دې نوم نومول شوې وه وروسته د یفتلیانو له قدرت څخه دغه ساحه دخراسان په نوم ونوموله
اسلامي جغرافیه پوهانو ابوالفداء او ابن خرداد په دې هکله داسې نظر درلوده چې دخراسان په خاوره کې ( بلخ ،مروه ، نیشاپور او هرات) شامل وه
کله چې خراسان دمحلي نوم څخه دجغرافې په نقشه کې شامل شو او بالاخره په یوه لوي هیواد بدل شو چې دخراسان په نوم یادیده
خو د۱۸مې میلادې پیړی راپدیخوا کله چې احمدشاه بابا واک ته ورسیده نو داریانا او خراسان هغه پخوانۍ پولې او سرحدونه دوباره ونیول (امو ، سند او دهند بحر ) او داریانا او اسلامي دور خراسان سیاسي او جغرافیوي یووالی دوباره احیا ء کړ ولې ددرانیو زمامدارانو دخپلمنځی مشکلاتو پر اساس ، همدارنګه ددرانیو او محمدزیو ترمنځ دکورنیو جګړو او په افغانستان کې دبرتانیې او تزاري روسې لاسوهنې په مستقیم او غیرمستقیم ډول سره ددغه هیواد جغرافیه ډیره راتنګه کړه او همدارنګه دنولسمې میلادي پیړۍ په دوهمه نیمایي کې دامیر عبدالرحمن خان دپادشاهي په دور کې دډیورنډ دتړون پراساس چې په کال ۱۸۹۳م کې دافغانستان او انګلیس ترمنځ وشو افغانستان ډیره بر خه له لاسه ورکړه او افغانستان په مرکزي اسیاکې اوسنۍ شکل اختیار کړ .
سرحدات (پولې)
سياسى پولې ياسرحدات دهرهيواددملي هويت اوثابتې څرګندونې لپاره يومنل شوې حقيقت دى اوله کبله يې يوهيوادپه داخل کې يوواحدملت جوړيږي اوپه بهر کې دنوروګاونډيوهيوادوڅخه جداکيږي نوپدې اساس زيات اهميت لري اودهرهيواداتباع اړدى چې دخپل هيوادټولې سياسى پولې وپيژني همدارنګ سياسى پولې ديودولت په اداري کړنلاره کې دپام لرنې وړاغيزې لري اوهغه داچې ديوهيوادموقعيت ،اقتصادى اوضاع ،فرهنګى مشارکت اودسمندرسره نژديوالى اوفاصله دمرکزى دولت اړيکى دګاونديانواولويونړيوالوقدرتونوسره تړي .
داچې زمونږ موضوع دګران هيوادافغانستان موجوده پولې اوسرحدات دى غواړوپدې اړه يوڅه معلومات وړاندې کړوڅرنګه چې زمونږ هيوادديواوږده تاريخى منزل څخه راتيرشويدى اوپدې لړکې دزياتولوړوژوروسره مخ شويدې چې خصوصاَ زيات هغه يې دسرحداتوپه برخه کې دپام وړدي.
په معاصره دوره کې احمدشاه بابا ددې هيوادپه اداره کې دسياسى يووالې بنسټ کيښوداوديته د پياوړي تحقق لپاره يې دټولوخلکوترمنځ حقوقى برابروالى اوطبيعى پولې ځانګړى موخې وګرزولې اوترډيره حده په خپل دې تصميم کې برلاسې هم شوو، خوبدبختانه چې ددوې په وفات کيدو،لده څخه پاتى حدود دده داولادى دبى کفايتى اوپه ورستيوکې دمحمدزايانوسره داقتدارپه سرلانجې ددې سبب شوې چې دباباڅخه راپاتې حدودموهم ونشوساتلې اوداهيواد،په موجوده شکل راپاتې شوو، چې مونږ په همدې موجوده شکل بحث کوو.دهيوادموجوده سياسى نقشه داووسرحدى پولوپه واسطه د شپږ وهيوادونوسره خپل ګاونډتشکيلوي چې درې پولې په شمال دوه په غرب يوه په جنوب اوشرق اويوه په شمال شرق کې قرارلري ،چې غواړوپه هريويې لګ په تفصيل سره وغږيږو.
شمالي سرحدات
الف دشيرعلى خان سرحدى کرښه:- دګران هيوادافغانستان سره دوخت دتزارى روسي شمالي سرحدات پداسې حال کې وټاکل شووچې روسان په امواوانګريزان دسليمان په تنګودروخيبر،پيواړ ،پاړه چنار،کرم ګومل اوکوږک کې ودريدل.
انګريزانوفکرکاوه چې روسان به دهندوکش په لمنوکې سنګرونه ونيسي اوپه مرکزې اسياکې به ددوې ګټې دخطرسره مخ کړي اوهم به له اموراواوړي اودهنددنيولوهڅه به وکړي .(٨٢:١٣ )
نوانګريزانوددې حالاتودباريک تياڅخه په استفاده اميرشيرعلى خان وهڅوه چې روسانوسره خپلې پولې وټاکي،داداميرشيرعلى خان دحکومت دوهم دوره وه اولدې وړاندې په خپله لومړۍ دوره کې دخپلووروڼومحمدافضل اومحمداعظم سره جنګيدلې وه اوخپل دولتي زوريې په داخلي جنګونوکې دلاسه ورکړې وو.
دې اميردوخت له روسي څخه وغوښتل چې ورسره دشمال سرحدتعين اوتثبيت کړي. اودوخت برتاني هم خپل خارجه وزيرپدې مامورکړچې پدې برخه کې دروسى سره خپل مذاکرات پرمخ يوسې اوروسيه پدې قانع کړي چې داميرشيرعلى خان غوښتنې ته مثبت جواب ووايي،دا مذاکرات په کال (١٨٦٩)ميلادى کې پيل شوواوتر(١٨٧٣)ميلادى پورې دوام وکړچې ورپکې دروسې خارجه وزيرپرنس ګورچاکوف (Prince gorcha kove) اودبرتانى خارجه وزير(Lard Granville)ونډه درلوده اوداسرحديې داميرشيرعلى خان په نوم دويکتورياله جهيل څخه ترخم اب پورې داموسينددبهير کرښه وټاکله.
(ب ):ريجوي کرښه :-اميرعبدالرحمن خان دخپل امارت په وخت کې غوښتل چې دګاونډيانوسره دده پولې دى دځمکې پرمخ تثبيت اوتعين شي اوخپل دې هدف ته درسيدولپاره يې په لومړۍ سرکې دشمال پولوته توجه وکړه ،دا ځکه چې دادډيروخت لپاره په بخاراکې پاتې شوې وو اودروسانوپه پټواهدافوښه پوهيده ،نوله برتانى څخه يې وغوښتل چې پدې برخه کې ورسره همکاري وکړي اوبرتانى هم دخپلوسياستونوپه نظرکې نيولوسره دى ته علاقه ښوده .
په کال (١٨٨٤م) کال پريکړه وشوه چې درى واړه هيوادونه ،افغانستان ،برتانيه ،اوروسان به سره په سرخس کې حاضرشي ؛ خوروسيه په ټاکلې وخت خپل ځاى ته حاضره نشوه اوپه کال (١٨٨٥ م) کې يې په ناببره توګه دخپلوزياتومنظموقواوسره پرپنجده حمله وکړه ،روسانوددې يرغل په وړاندې چې منځنۍ اسيايې ترخپل واک لاندې رواستې وه اوزيات نظامي قوت يې درلود،دپنجدې نظامي افغاني مسول جنرال غوث الدين خان خپلو(٢٠٠٠ )قواووسره دروسانودزرګونوعسکروپه وړاندې مقاومت وکړ،تردې چې دخپلې خاورې څخه په دفاع کې يې خپل سرونه قربانې کړل اوپنجده دروسانولاس ته ورغله
دروسانودې عمل اميرعبدالرحمن زيات ودردوه اودانګليستان څخه يې وغوښتل چې موضوع ددپلوماسۍ له ليارې حل کړي؛ هغه ؤ چې دملکى ويکتورياترګواښيزتلګرام چې دروسي تزاردوهم الکساندرته يې وکړ؛ روسانوخبروته غاړه کيښوده اودانګليستان سره يې په لندن کې خبرې پيل کړې اوپه کال ١٨٨٧ م کې دهيواددشمال لويديځ سرحدونودټاکلولپاره پروتوکولونه لاسليک شوو داچې پدې مذاکراتوکې دبرتانى له لورى نمايندګى ريجوى په غاړه درلوده نودشمال لويديځ داسرحدى کرښه دريجوى په نوم ونومول شوه چې تراوسه پدې نوم ياديږي.اودځمکى پرمخ دتثبيت کاريې دڅلوروکلونوپه موده کې دانګلسى استازې چارلس يت Charles yet اودروسى استازى کپتان کامروف Caoitaan kamerrove له خوامکمل شوو داسرحدى کرښه دخم آب څخه ترذولفقاردرې پورې امتدادلري چې اوږدوالى يې اټکل شويدې .
(ج) دپاميرسرحدى کرښه:- د(١٨٧٣ )م دسرحدى ټاکلوپرمهال دپاميردسرحدپه رابطه کوم بحث ونشوواودليل يې کيداې شي داوي چې داسيمه اومنطقه دجغرافياوي پلوه سخته اودکال په اوږدوکې هميشه پرواوروپوښل شوې وي ؛ خواميرعبدالرحمن پدې اړه هم تشويش درلود؛ ځکه چې هغه دروسانوپه سوقصدپوهيده اونوموړې خپل داتشويش اوويره په راولپنډى کې دهنددويسراسره په خپل ملاقات کې هم شريکه کړيوه ؛ خوانګريزانوپدې برخه کې هم چندان اعتناونکړه اوچې کله اوضاع ښه متشنجه شوه ؛ نوبياانګريزانوخپل وزيرخارجه لاردچمبرلين په لندن کې دروسې دسفير(موسيودوستال)سره مذاکراتوته کښينوه اوپه (١١ دمارچ کال (١٨٩٥ ) م کې ورسره پدې رابطه يولړپروتوکولونه لاسليک کړه اوپه نتيجه کې لوى پاميرروسانواوکوچنى پاميردواخان ددهليزسره افغانستان ته ورکړل شوو اوله کبله يې روشان اوشعنان زموږ دخاورې څخه په ډيره سپين سترګى جداوګڼل شوواودروسى په قلمروکې رسماً حساب شوو .
(د )دشمال شرق سرحدى کرښه :-دهيوادداسرحدى کرښه دچين داولسى جمهوريت سره ټاکل شويده پدې اړه د(١٩٤٩) م راپديخواخبرې پيل شوې اوپه کال (١٩٥٧ ) م کې پدې موافقه وشوه چې ددواړه دهيوادوترمنځ دى پوله دځمکې پرمخ تعين اوتثبيت شي ؛ بالاخره په کال(١٩٦٤ )م کې دشمال ختيځ دغه کرښه ديوقوس په شکل ديولي له درې څخه ترکليک کوتل پورې په فنى اومسلکى توګه دستنويه وسيله په نښه اووټاکل شوه اودازمونږ دګران هيواددافغانستان ورستنى پوله وه چې دخپل يوګاونډي دوست هيوادسره وټاکل شوه اوله کبله يې دارياناداپراخه ځمکه اويووخت داحمدشاه باباپراخه امپراطوري په موجوه دنقشې پورې محدوده شوه.(٧٦:١٢ )
۲-ډيورندسرحدى کرښه : - دډيورنډکرښه يوه داسې کلمه ده چې په سيمه ايزه اونړيواله کچه يې شهرت واضح دى اودنړيوال شهرت يوعلت يې هم دادى چې داکرښه دوخت دبرتانى دمشرانواودهغوي دهغه وخت ګټودخوندي ساتلوپه غرض ددې خاورې دوخت په اميرباندې تحميل شوه ،داچې برتانيه هغه وخت اوهم اوس دنړيوال شهرت څخه برخمنه ده اوپه سياست کې هرډول پيښې چې دنړيوالو قدرتونوسره اړخ لګوي هم لدغه شهرت څخه مستفيدکيږي، نوځکه نن ډيورنډلاين څه دپاسه سل کاله وروسته هم ديوې نوې اوژوندۍ کلمې په توګه ددې کرښې ددواړوقومونواواولسونودخلکوترمنځ پاتې ده اوچې ترڅويې دابيلتون اوجدائ ختمه کړې نه وي ،ترهغې پورې به په همدې نامنل شوې شکل قرارلري اوتراړخونودواړه پرتې پرګنى اوقومونه به دډيرى ستونزوښکاروي.
داکرښه په کال(١٨٩٣ ) م کې دبرتاني لخواديولړځانګړوټکوپه نظرکې نيولوسره چې داټکې هغه وخت دبرتانى دبهرني سياست يوه لويه ديپلوماتيکه لاسته راوړنه وه اوددې لپاره ډيرې مسلکي شخصيتونوله ډيرې مودې راهيسې په ټولوامکاناتومسلسل کارکړې ؤ اوددغه کارپه نتيجه کې دې مرحلې ته رسيدلې ؤ چې مونږ بايددافغانستان سره داسې يوه کرښه ولروپدې برخه کې دپام وړټکې دبرتانى لپاره داؤ چې :
۱-دتزاري روسي داحتمالي پرمختګ مخه نيول.
۲-دطبيعى جوړښت له مخې ددې سيمې دوګړوڅخه ويره ،ددې وجهې ددې خلکوويشل چې يوې قوت کمزورى شي اوبل داچې کله مونږ وغواړويوپربل وټکوو.
۳-اميرعبدالرحمن خان تريوفشارلاندې نيول ،ترڅودخپلوداسلافودواکمنۍ خوبونه ونه ګوري .
۴-دForward (وړاندې تګ )پاليسې ته ليارهواره ول اوداپاليسى داسې وه چې کله روسيه دهندپه لوررامخې ته کيږي ،يااميرعبدالرحمن خان مري اودلته حالت خرابيږي ؛ نوبايددحالاتودکنترول لپاره دکابل ،غزنى،اوکندهارليکه په چټکى سره په نظامى ځواک ونيول شي او ددې نيولونه وړاندې بايددې منطقوته ورغلې مهم کوتلونه ترخپل کنترول لاندې ولرواوپدې برخه کې بايدسياسى تجويزونه اووړانديزونه ترسره شي اوداهله شونى ده چې افغانستان سره دهندسرحدوټاکل شي .١٠٦:١٧)
۵-دګندمک معاهده چې اميرمحمديعقوب خان اوانګريزانوترمنځ لاسليک شوې وه دانګريزانوله نظره دستراتيژيکى پلوه زياته دقيقه نوه اوبل داچې پدې معاهده کې دتوقيت ( دوخت معین کول) کلمه دانګريزانوپه طبع نوه برابره.(٤٢:١٣ )
دپورتنيولاملونه په نظرکې نيولوسره ،لکه چې وړاندې هم ورته اشاره وشوه ،انګريزانوپدې باندې زيات کاروکړپه برتانى اوهندکې ځانګړې څانګى پدې اړه هم غږ ې شوې اوداموضوع يې دهغه وخت يودپلومات مارتيمرډيورندته ورکړه اوداى دخپل اړونده هئت سره چې ورپکې شپږ لوړپورې (افسران ) (٤٦٣ ) باروړونکى څاروى او(٣٢٤ )کسان شامل ؤ دخيبرله لارې افغانستان ته داخل شوو اوکابل ته راغلل ،داميرلخوايې تودهرکلې وشو،په چلستون کې ديره شواواميرحبيب الله خان يې دپالنې مسؤل وټاکل شو او(٤٠ ) ورځې داهيئت په کابل کې پاتې شوو.
دډيورنډوړانديزونه دواوچې يادى زماپه راوړې نقشه اوژمنپاڼه لاسليک وشي اويابه ددواړوهيوادترمنځ اړيکې قطع شي اوښاى ترمنځ يې جنګ هم واقع شي اوداهغه څه ؤ چې له کبله يې اميرعبدالرحمن ديوې ډيرې ستونزمنې ازموينې سره مخ شوو چې پايله يې ښويدل ،ناکامي اودتاريخ په محکمه کې محکوميدل ؤ چې تراوسه يې ددې خاورې دډيرى خلکوکرکه په برخه شوه اوپه راتلونکى کې به هم پدې محکمه کې دتل لپاره محکوم وي.
داتوافق ليک چې دتړون اطلاق پرې نه کيږي ،پدې ډول امير ته وړاندې شوو:
۱- دجناب اميرصاحب دهيواددختيځ اوسهيل حدپه اوږ دوله واخان څخه دايران ترسرحده پورې په هغه خط کې چې پرنقشه باندې کښل شوې دى اوددې عهدليک سره مل دى ،هيڅ وخت به دمداخلې لاس پکې ونه غځوې اواميرصاحب به هم دهندوستان په لورددې خط په اخواملکونوکې هيڅکله مداخله ونکړي اولاس به پکې نه وهي .
۲-دبرتانياعالى هيوادمتعهدکيږي چې جناب اميرصاحب دى اسماراوترهغه پورته ناوه ترچنکه پورې په خپل لاس کې ولري اوله بلې خواميرصاحب تعهدکوي چې هيڅکله به په سوات ،باجوړ چترال ،ارنوې اوباسګل کې مداخله نه کوي اولاس به پکې نه وهي ،دبرتانيادولت تعهدکوي چې دبرمل ملک لکه څرنګه چې په نقشه کې کښل شويدى اومخکې جناب اميرصاحب ته ورکړل شوې وو دابه جناب اميرصاحب ته پريښودل شي اواميرصاحب به دوزيرواوداوړوپه پاتې ملک کې له خپلې ادعاڅخه تيريږي اوهم به دچاکى په نسبت له خپلې ادعاڅخه صرف نظرکوي .
۳-دسرحدبندى دغه کرښه به و روسته له نږدې څخه په تفصيل سره وکښل شي اونښې به يې چې په هرځاى کې ممکنې وي دافغان اميراوبرتش کمشنرانوله خواکيښودل شي.
اوددغه کمشنرانومرام اومقصدبه داوي چې ديواوبل په اتفاق به پريوسرحدموافقه وکړي اوهغه سرحدبايددامکان ترحده په کامله توګه دهغه حدبندى سره مطابق وشي ،چې پدې نقشه کې ددغې معاهدې سره مل دى ،ليکن سرحدته نږدې دموجوده کليومحليه حقوق بايدپه نظرکې ونيول شي.
۴ـ دچمن دمسئلې په نسبت دنو ې انګريزى چوڼى په باره کې جناب اميرصاحب له خپل اعتراض څخه تيريږي اوسرکى تيږې په اوبوکې له خپلوحقوقوڅخه چې اخستې يې دي دبرتانى دولت ته تسليموي.
۵-ددغې عهدليک شرايط دبرتانى دولت اودافغانستان جناب اميرصاحب داسې بولې چې دغه تعهد ليک دسرحدپه نسبت ددوې په منځ کې دراى اوجنجال دوروستيواختلافاتوخاطرخوااوبشپړفيصله ده .
۶-څرنګه چې دهندعاليه ددولت دبرتانى دولت په نسبت داميرصاحب دنيک نيتۍ په هکله کافي اوبشپړډاډينه لري اوهيله لري چې افغانستان داستقلال اوخودمختارئ په حالت کې ووينې نو دبرتانى دولت به داميرصاحب لخوادجنګ داسبابودرانيولواوخپل هيوادته دهغې دراوړلوپه هکله هيڅ اعتراض ونکړي اونومړى هيوادبه په خپله دجنګ داسبابومعاونيت اوکومک ورسره وکړي . برسيره پردې ددې لپاره چې دهندعاليه دولت داميردهغه دوستانه روي په نسبت چې پدغه خبرواتروکې ښودلې ،علاوه پرهغو١٢ لاکهوروپو چې کالپه کال ورکول کيدې ،شپږ لاکهه روپى به نورې هم وراضافه شي .
که چيرې پورتنى سندته په ژوره توګه وکتل شي په متن کې د دواړه هيوادوترمنځ دګډې پولې کلمه نشته بلکې ددواړوترمنځ دfrontierپه نامه سرحدي سيمى ددې کرښې پواسطه جداکيږي اويوه خوابه دبلې خوادنفوذپه سيمه کې نظامى مداخله نکوي اوددې لپاره دهغه وخت هراړخيزې اړيکې چې دکرښې ددواړوقومونوترمنځ هميشه برقرارېوې يوډاګيزثبوت ګڼلې شوو،تردې چې د ټولوقومونوجرګى به لکه دپخواپه شان داميرعبدالرحمن دربارته تللې اولدې سره به يې ازادانه ليدل ،کتل کولاى شوواوخپل مشکلات به يې ورباندې حلول. اوبل داچې پدې اړه خپله ډيورنډپه کال (١٨٩٧م )کې په يوه مرکه کې ويلې ؤ ...دهندوستان داخواقومونه بايدداسې ونه ګڼل شي چې دننه دبرتانى په سيمه کې پراته دي ،هغوې يوازې په تخنيکې لحاظ زمونږ ترنفوذلاندې دي . . .
همدارنګ پدې برخه کې بل دپام وړټکې دادى چې منل شوې سرحدى کرښه بايد کاملاً په هراړخ کې واضح اوروښانه وي ؛ خودلته وينوچې دمومندوپه سيمه کې يوه برخه نده په نښه شوې اوترننه پورې همداسې پاتى ده نوځکه يوتکميل اوواضح سرحدى کرښه نشي ګڼل کيداى.
بل داچې داکرښه لکه چې په اصل متن کې ورته اشاره شوې دتوقع برخلاف عزيدلى ده اوپه سيمه کې دلويوقومونولکه وزير،شنوارې ،نورزى ،اڅکزى ،بړيڅ اوبلوڅوترمنځ چې کوم ژبني تاريخى ،کلتوري ،ټولينزاوزراعتى مشترک والې موجودؤهغه هيڅ په نظرکې ونه نيول شوو.
لدې علاوه نورلاملونه هم شته چې ددى سندحقوقي مفهوم دسوال سره مخ کوي چې يوې هم ددې خاورې دنامتواووتلې مؤرخ محترم پوهاندمحمدحسن کاکړ تاريخى څيړنى اوتحقيقات دي چې پدې برخه کې يې کړې ،نوموړې پدې رابطه په خپله يوليکنه کې په صراحت اوڅرګندوټکوسره ليکي چې . . (مادکابل )نوې ډهلې اولندن په ارشيفى مرکزونوکې داميرعبدالرحمن ددورې په اړه څيړنى کړى ،داميرپه لاسليک مې دډيورنډدتوافق ليک متن ندې ليدلې .
غربي سرحدات
الف : مکماهن سرحدى کرښه : ددې کرښې دټاکلوپه برخه کې هم دايران دهغه وخت دولت سره زيات جنجالونه اودپلوماتيکى سرخوږونې ترسره شوې دي اوداځکه چې هلمنداوبوته دايران سترګى خړې وې اوددې کرښې دتعين په برخه کې به يې مشکلات رامنځ ته کول لدې وجهې پدې اړه د(١٨٧٢ )او(١٨٨٨ )م کلونومذاکرات بې پايلې پاى ته ورسيدل ؛ خواميرحبيب الله خان په کال (١٩٠٢ )م کال کې داموضوع يوځل بيااړينه وګڼله اودبرتانى څخه يې لکه دپخوايوځل بيادمعضلې دحل لپاره دمنځګړيتوب غوښتنه وکړه ،برتانى ومنل اوخپل نمايده مکماهن يې راواستوه چې زمونږ دهيوادڅخه ورسره اخونزاده نصيرالدوله اوفقيرمحمدخان دهيئت غړي شوو.
اودايران څخه عين النظام معصوم خان ،دټاکل شوې هيئت لپاره وروپيژندل شوو.دى ټاکل شوې هيئت په سيمه کې ددو کاله کارڅخه وروسته داکرښه ددواړوهيوادوترمنځ دکوه ملک سياه څخه ترسياه کوه پورې وټاکله اوخپله پريکړه يې په (١٨٠٥م )کې رسماً دواړه هيوادوته وسپارله .
ددې موافقى له مخې چې جنجال يې له (١٨٠٢ )ميلادى څخه راپه ديخواپيداشوى وو تر(١٩٠٥)ميلادى پورې دانګلستان په منځګړيتوب دهلمنددسينددريمه برخه اوبه اوددريمې برخې څخه زياته برخه دسيستان دګران هيوادافغانستان څخه جداشوه اوايران ته ورکړل شوه ،خوبيايې هم اصلې مشکل اونزاع حل نه شواى کړاى ځکه چې ايران دغه امتيازات ځان ته کم ګڼل اوکوښښ يې کووچې لاډيره ګټه په لاس راوړي نوپه کال (١٩٣٨ ) ميلادى کې داموضوع يوځل بياراپورته کړه اوخپل نماينده باقيرکاظمى يې کابل ته دمذاکراتولپاره راواستوو اودلته يې دوخت دخارجه وزيرعلى محمدخان سره په لاندې موادوموافقه وکړه .
١-دواړه هيوادونه افغانستان اوايران موافقه کوي چې ټول کال به دهلمند دسيندهغه اندزه اوبه چې بندکمال خان ته رسيږي ددې بندوروسته به ددواړوهيوادوترمنځ مساوي ويشل کيږي.
۲-ددې لپاره چې دچاربرجک له کلې ترکمال خان بندپورې هغه زياتى اوبه چې فعلاً لپاره روانې دي اونه مصرفيږي دافغانستان دولت تعهد کوي چې په ذکرشوي فاصله کې به دموجوده روانونهرونوڅخه نورنهرونه نه ويستل کيږي.
۳-ددې لپاره چې دهلمنددسيند د اوبوتقسيم اوتنظيم دکمال خان بندڅخه په عادلانه توګه صورت ونيسي بايدددواړواړخونوفنى مامورين چې کوم ځاى کې مناسب وګڼي په خپلوخاوروکې ويشونکى نښى جوړى کړي.
دى موافقى شپاړس مادى درلودى اوپه دوه نسخوکې په فارسي ژبه ليکل شوې دې ،باقرکاظيمي اوعلى محمدلاسليک اوپخپلومهرونومهرکړى خودهغه وخت دافغانستان ملي شورادغه معاهده ردکړه .
په (١٩٥١ )ميلادى امريکاپدې رابطه ددواړوهيوادوترمنځ دمنځه ګړي په توګه فيصله وکړه ،ترهغې چې دهلمندداوبوبشپړاندازه معلوميږ ي دموقت وخت لپاره دي دهلمند داوبوڅخه ايران ته په عادى کلونوکې په هرى ثاني کې په اوسط ډول () اوبه ورکړل شي . ولې دايران دولت پدې پريکړې قناعت ونکړ.
تردې چې په کال (١٩٧٣ )دافغانستان صدراعظم موسْى شفيق دايران له صدراعظم اميرعباس هويداسره دهلمندداوبومعاهده لاسليک کړه اودتصويب لپاره ولسى جرګې ته پداسې وخت کې وړاندې شوه چې درې مياشتې وروسته داديارلسمه تقنيني دوره ختميده .
دامعاهده د(١٩٧٣ )دمۍد مياشتي په (٢٢ )نيټه دولسى جرګى د(٢١٦ )غړوڅخه چې (١٥٣)وکيلان ورپکې حاضرؤ (١٢٧ )وکيلانوددې معاهدې په تائيدکې رايه ورکړه او(٢٥)وکيلانومنفى رايه اويووکيل ممتنع رايه استعمال کړه .
دامعاهده دمشرانوپه جرګه کې هم تصويب شوه اودافغانستان دوخت پاچاتوشيح کړه اوپاتې اسناديې دسردارمحمدداودخان دجمهوريت په دوره کې په (١٩٧٧ )م کال دجون مياشت کې دافغاني سفيرزلمى محمودغازى له خواپه تهران کې تبادله شوو اوهم دايران په غوښتنه دامعاهده په ملګروملتونوکې ثبت شوه .
خودخلق ديموکراتيک ګوندغړوهمداپلمه دموسى شفيق دشهادت لپاره استعمال کړه .
ب: دفخرالدين التاى سرحدى کرښه:داکرښه دترکې ددوست هيوادپه وساطت دايران سره ټاکل شوې ،ترکى ددې موضوع دحل لپاره خپل يوماهرانجنرجنرال فخزالدين التاى رواستوه اونوموړې دافغان لورې جنرال عبدالرحيم خان ساپى اودايران له لورې سيدمهدي فرخ چې يووخت دلته دايران سفيرهم پاتې شوې ؤ اودتاريخ سياسى افغانستان په نوم يوکتاب هم لري ،ملګري کړل اود(١٤))مياشتوپه موده کې يې داکرښه دسياه کوه څخه ترذوالفقاردرې پورې وټاکله اوخپل رسمي اسناديې په کال(١٩٣٥ )م کې دواړهيوادوته ورکړل ،لدې کبله داکرښه ددواړوهيوادو په رسمي اسنادوکې دهمدې شخصيت په نوم يعنى فخرى ياديږي.
له ګاونډیو هیوادونو سره د سرحدي کرښو اوږدوالی
له پاکستان سره ۲۴۱۲ کیلو متره
له ایران سره ۹۲۵ کیلو متره
له چین سره ۹۶ کیلو متره
له ازبکستان سره ۱۶۵،۳ کیلو متره
له تاجکستان سره ۱۳۶۵،۷ کیلو متره
له ترکمنستان سره ۸۷۴ کیلو متره
جمله :۵۸۳۸ کیلو متره
احمدشاه ( ابدالي ) ۱۷۴۷م کال څخه تر ۱۷۷۳ م
داحمدشه بابا ژوند ته یو ه لنډه کتنه :
داحمدشاه بابا دنیکونو څخه یو یې هم حسن ابدال نومیده نو ځکه ورته احمدشاه ابدالي وایي دپلارنوم یې زمان خان او دنیکه نوم یې دولت خان وه دولت خان چې په کندهار کې ددرانیو د قوم مشر وه دګرګین په نوم یو ارمني نژاده کس له شل زره جنګیالیو سره دایران دامپراطور شاه حسین صفوي په امر کندهار ونیوه درانیو دقبیلې مشر دولت خان یې وواژه دده کورنۍ نوره په کندهار کې د ګرګین له ظلمونو نه په تنګ راغله او خپل ټاټوبی یې پرېښوده او هرات ته یې کډه وکړه داحمد خان پلار چې کله هرات ته ولاړ هلته دهرات حکمران وټاکل شو ، او داحمدخان دپیدایښت څخه دمخه وفات شو او داحمدخان روزنه دهغه دمشر ورور ذوالفقارخان او دهغه دمور زرغونې انا له خو کیدله باید یادونه وکړو چې ګرګین دظلمونو څخه دکندهار خلک په تنګ راغلل او هماغه وه چې ګرګین د غلځیو دقبیلې مشر میر ویس نیکه له خواووژل شو او دهغه ظلمونو ته یې دپای ټکی کېښود او واک دمیر ویس نیکه او لادونو ته لاسته ورغی داچې میر ویس نیکه په خټه غلجی پښتون وه او ددوی او درانیو تر مینځ دپادشاهۍ پر سرناندری روانې وي نو همیشه دواړو لورو هڅه کوله تر څو واک ترلاسه کړي دمیرویس نیکه له مرګ څخه وروسته واک دده زامنو لاسته ورغی نو شاه حسین هوتک په نامه دمیرویس نیکه زوي تر مشهده او نیشاپوره پادشاهی درلوده دقبیلوي دښمنیو پراساس یې احمدخان او د هغه مشر ورور یې بندیان کړل خو چې کله نادر افشار په کندهار حمله وکړه او کندهار یې دمیر ویس نیکه له اولادې ونیوه . نادر افشار احمدخان او ذوالفقارخان دواړه وروڼه مازنداران ته ولیږل داچې نادر افشار دپښتنو له زړورتیا او میړانې څخه په پوره ډول خبر وه ځکه چې دبخار ا او هند په جګړو کې پښتنو بریا تلاسه کړیوه نو احمدخان یې په پوځ کې داخل کړ او احمدخان هم په ډیر لږ وخت دخپل لیاقت او استعداد پراساس چې درلوده دنادر افشار دخوښې وړوګرځیده او په پو ځ کې د ابدالیو او ازبکو قطعاتو مشر وټاکه اودده له نیږدې کسانو څخه وه کله چې نادر افشار خپل زوي دیوې نافرمانۍ پر اساس وواژه خو په ځینې تارخي کتابونو کې راغلي چې په سترګو یې ړوند کړ نو په دربار کې موجودو خکلو دده مخنیوی ونه کړ هماغه چې ده ته دزوی دمرګ پر اساس یوه عصبي ناروغي پیداشوه ډیر عام قتل یې وکړ او هغه کسان چې دده دزوی دوژلو پر مهال په دربارکې موجودوه ټول له تېغه تیر کړل نو هماغه وجه وه چې دده پر خلاف دهیواد په مختلفو سیمو کې بغاوتون شیروع شول او حتی دده دمرګ فیصله هم دده نیږدې کسانو وکړه چې ورور یې هم پکې حاضروه دشپې له خوا یې دده حرم سرای محاصره کړ او نادر افشار یې وواژه خو احمدخان او نورمحمد خان غلځی خبر شو ل او ددرې زره ابدالي او غلځیو عسکرو سره یې دده کور او حرم تر سهاره وساته او دښمنان یې پر شاه وتمبول کله چې سهار شو دنادر افشار میرمنې ددې میړانې په مقابل کې احمدخان ته دکوه نو ر الماس ډالۍ کړه او نادر افشار احمد خان ته ویلي وه چې له مانه وروسته به واک ستاوي هماغه وه چې احمدخان کندهار ته ولاړه او هلته یې دکندهار دشیر سرخ بابا په زیارت کې دمختلفو قومونو جرګه راوبلله دنهو ورځو څخه وروسته بیا هم دپادشاه په ټاکلوکې موافقې ته سره ونه رسیدل ، ځکه دیوې قبیلې مشر دبلې قبیلې مشر نه مانه بلاخره دغه دنده پیر صابرشاه کابلي ته چې یوملنګ وه وسپارله او هغه هم بیدون له ځنډه دغنمو وږی داحمدشاه بر لونګی ور وټومبه او دافغانستان دپادشاه په حیث وټکل شو .
داحمدشاه بابا لومړنۍ کار داوه چې دغلجیو او ددرانیو ترمنځ دښمني یې له منځه یوړه .
په دویم قدم کې یې دمرکزي دولت په فکرکې شو او هماغه وه چې یولوي مرکزي دولت یې هم جوړ کړ .
ددې په خاطر چې کارونه ښه پر مخ ولاړ شی نو یوه نهه کسیزه جرګه یې رامنځته کړه او دهیواد په مهیمو او اساسي فیصلې ددوی په واک کې وي
او خلکوته یې دا وعده ورکړه چې دهیوادګټې او تاوانونه مو سر شریک دي
او دافغانستان دملي یوالي او وحدت په خاطر یې کوټلي ګامونه پورته کړه
دهیواد څخه د ساتنې په موخه دوه ډوله پوځ رامنځته کړ چې یو یې رضاء کاره او بل منظم پوځ وه
دده په وخت کې درې ګونه قواوې موجوده وي ( قضایه ، مقننه ، اجرایه )
داحمدشاه بابا حکومت مطلقه شاهي وه ولې دهیواد په مهیمو مسایلوکې له نهه کسیزې شورا څخه مشورې اخستې او دا دمطلقیت اصل له منځه وړي .
دهیواد داقتصاد او پرمختګ په خاطریې بیت المال جوړ کړ او دابیت المال ( دنوروهیوادونو له عوایدو ، غنیمتونو ، جنګي تاوانونو ، دپادشاه سوغاتونو ، جواهرات او قیمتي ډبرې ، دهیواد مالیات ، او نور عواید شامل وه ولې دی چې کله وفات شو نودده داولادې له خو دشخصي ګټو په خاطر استعمال چور او چپاول شوې او دخپلې وکمنۍ پرمهال یې دهیواد دریوخواووته یرغلونه وکړل ( شمال ، غرب او شرق ) ته چې دهغې جملې څخه یې اته ځلې پر هند حملې وکړې چې پنجاب ، کشمیر ، سند اوملتان ونیول چې په دریم ځل حمله کې پاني پت جګړه رامنځته شوه او داډیره مهمه جګړه وه چې پدې جګړه کې هندي مرهټیان برهمنان ، راجپوتان او جټان شامل وه او دانګلیس حمایت هم ورسره وه .
دپاني پت په جګړه کې د احمدشاه بابا دلښکرو شمیر ۶۰ زره تنه وه .
دهندوانو شمیر دپاني پت په جګړه کې ۳۰۰ سوه زره تر ۵۰۰زره تنه وه .
۲۲ زره هندوان دافغانانو په لاس اسیران او بندیان شول .
په دې جګړه کې بې شمیره غنیمتونه افغانانو ته په لاس ورغلل ،
دپاني پت په جګړه کې تقریباً سل زره هندوان ووژل شول .
۵۰۰زره آسونه فیلان او غویان افغانانو ته دجنګ په ډګرکې پاتې شول ،
دافغاني قواوو څخه له ۱۰ زره څخه تر پنځلس ۱۵ زره پورې شهیدان شول .
داحمدشاه بابا پوځ دافغانستان له هر قوم څخه جوړ وه ،
داچې داجګړه دافغانانو په میړانه اووینو تویولو سره وګټل شوه خو احمدشابابا د ډهلي تخت دمرهټیانو څخه واخیسته او دمغلو یو بې کفایته شخص ته یې وسپاره ،
دپاني پت جګړه کې انګلیسانو ډیره ګټه وکړه ځکه انګریزانو به ویل مو ږ هغه وخت هند نیولای شو چې په هند کې ملوک الطوافي حکومتونه رمنځته شي او مونږ هغه بیل بیل له منځه یوسو .
هماغه وه چې هندوان په خپلوکې سره ونښتل او انګریزانو ته ددې زمینه برابره کړه ترڅو پر دوي حمله وکړي .
احمدشاه بابا دلویدیځ پر لور حمله وکړه او دخراسان پخواني ایالتونه بیرته ونیول لکه نیشاپور تهران او داسې نور .
همدارنګه دشمال پر لور یې یر غل وکړ او دامو سیند یې دبخارا او افغانستان ترمنځ سرحد وټاکه .
دبخار پادشاه یوځل بیا دآمو له سیند څخه راتیر شو خو احمدشاه بابا هغه ته ماتې ورکړه خو دوینو دتویولو دمخنیوي لپاره ددواړه هیوادونو علماوو اومشرانو ددوي ترمنځ سوله وکړه او احمدشاه بابا ته یې خرقه مبارکه دډالۍ په ډول ورکړه او احمدشاه بابا خر قه مبارکه کندهار ته راوړه اوهلته یې یو زیا رت ورته جوړ کړ اونن ورځ هم په همدې نامه سره یادیږي .
داحمدشاه بابا جنګونو یوازې دامپراطوري اړخ نه درلوده ، او داموخه یې نه وه تر څو دمسلمانو ملکونو په نیولو سره دمسلمانانو وینه تویه شي ، بلکه دده په وخت کې دهندوستان زیاته برخه خلک مسلمانان شول . امام الهند امام دهلوي رح وایې چې داحمدشاه جنګ او جګړې د یني صبغه درلوده ځکه به کمو وسایلو او او کم پوځ پر دښمن غالبیده .
داحمد شاه بابا دواکمنۍ همهاله دنړی واکمنان لکه د دپروس واکمن فریدریک کبیر د انګلستان واکمن ویلیم سمیت دفرانسې واکمن پنځلسم لویي او دروسې واکمن دویم کاترینه څخه عبارت وه .
خو احمدشاه بابا ونه توانیده چې یو منظم خپلواک اقتصادي نظام رامنځته کړي هماغه وه چې دده داولادې دبې غورۍ او داخلي مشکلاتو پر اساس دده امپراطوري له منځه ولاړه ،
داحمدشاه بابا په وخت کې ځیني ودانیز کارونه ترسره شول لکه : دکندهار ښار جوړیدل ، دکابل ښار جوړیدل ، دخلم ښار او همدارنګه دتاشقرغان ښار جوړیدل وه .
او دمعمارۍ او حکاکۍ په برخه کې خلک تشویقول ، دپښتو ژبه ددربار رسمي ژبه جوړه شوه احمدشاه بابا به په پښتو او دري ژبو شعرونه ویل ،
احمدشاه بابا دډیرو جنګونو نه ستومانه وه او یوډول ناروغي ورته پیداشوه چې دهمدغې ناروغۍ په وجه په کال ۱۷۷۳م کال کې دکندهار دکوه توبه په غره کې ساه ورکړه او دهغه ځای نه دده مړی دوزیر شاولي خان په واسطه قندهارته راوړل شو او هلته دنظامي رسم او رواج دمراحلو له تیریدو څخه په خرقه مبارکه کې خاوروته وسپارل شو او دمړینې پر وخت دده عمر ۵۰ کاله وه او تقریباً د ۲۶ کاله پادشاهي وکړه
خو دوخت کمښت او دجنګونو زیاتوالۍ ددې باعث شول ترڅو احمدشاه بابا دهیواد په علمي ، فرهنګي او اقتصادي برخو ته خدمت وکړي خو دده لپاره شرایط او حالات برابر نه وه ،
احمد شاه بابا اوه زامن درلودل لکه تیمورشاه ، سلیمان ، پر ویز ، داراب ، سنجر ، شهاب او له سکندر څخه عبارت وه همدارنګه داحمدشاه بابا دمیرمنو شمیر څلور وه
سدوزايان
داپښتني قبيله دپوپلزويوه څانګه ده اوپه سړبني پښتنوورګډيږي ،ددې کورنۍ مشراسدالله خان نوميده ،نوموړى په (١٥٥٨ -١٦١٣م )کلونوکې ژوندکړى ،په عواموکې په سدومشهورؤ اوددي نوم له کبله داقبيله سدوزايان ګڼل کيږي ،دى په شپږم پښت کې داحمدشاه بابانيکه دى ،چې په لاندې توګه ښودل کيږي : (١٤٢:٢٢)
سدو
همايون محمود زمان شجاعالملک گوهر سلطان دل عباس فيروز الدين ايوب شاه رخ ....
سدودپوپل ځوۍ د زيرک لمسې اودابدل کړوسې ؤاوابدال دترين ځوى دښرخبون لمسې اودسړبن کړوسې ؤددې وجهې داکورنۍ دابداليانوپه نوم سره هم ياديږي ،ددې قبيلې زياتره خلک دشهرصفا ترڅنګ دترنک دوادي په منځ کې اوسيږي اويوتعدادنوريې بيادکندهارپه شمال،دهيوادپه مختلفوسيمواويوڅه کورنۍ يې دهند د پنجاب په لوديانه کې دستلج دسيندپه ختيځه غاړه کې اوسيږي اودادشاشجاع اولاده ده.لنډه داچې ددې کورنۍ دسلطنت بانى اومؤسيس احمدشاه بابادى
دتیمورشاه ( دراني ) دسلطنت دوره ۱۷۷۳م څخه تر ۱۷۹۳ م
تیمورشاه داحمدشاه بابا دواکمنۍ پرمهال دهرات والي وه .
احمد شاه بابا په خپل ژوند کې تیمورشاه خپل ولیعهد ټاکلی وه .
مخکې له دې چې تیمورشاه کندهار ته لاړ شي هلته داحمدشاه بابا دلښکرو مشر وزیر شاولي خان ددې په خاطر چې په کندهار کې وضعه خرابه نشي نو خپل زوم او داحمدشاه بابا بل زوي شهزاده سلیمان دپادشاه په حیث اعلان کړ هغه داکار ددې په خاطر ونه کړ چې خپل زوم پادشاهۍ ته ورسوي ولې تیمورشاه چې کله کندهار ته ورسیده نو سمدلاسه یې وزیر شاولي خان او دهغه دوه زامن چې دده استقبال ته په لاره ولاړ وه ووژل . او خپل ورور یې له تخت څخه راکوز کړ ، په کندهارکې دکندهار له مشرانو سره له ډیرې غصې او ظلم څخه کار واخیست ، او ددراني کورنۍ اکثره مشران یې ووژل اویا یې هم سخت خفه کړل ، او خپل ځان یې ددرانیو لویې کورنۍ ته بې اعتباره کړ ، په همدې پسې سمدستي پایتخت له کندهاره کابل ته رانقل کړ چې ځیني دلایل لري .
تیمورشاه ددرانیو له مشرانو سره په دښمنۍ اخته شو نو ددې په خاطر چې ځان یې ژغورلی وي نو کابل ته یې پایتخت رانقل کړ .
همدارنګه دهیواد په ختیځه برخه کې باید ځنیې قبایل دده تر اثر لاندې وي تر څو دراني مشران له هغوی سره دده پر ضد لاس یونه کړي .
تیمورشاه یو عیاش سړی وه او همیشه به په میلو مستیو مصروف وه نو دکابل هوا هم دده له خواصوسره برابره وه ،
ځیني مقرریانې وکړي لکه دخزانې چارې الطاف هندی ته ورکړي ، او په در بارکې یې دپښتو پر ځای فارسی رواج کړه . محمد بیات ته یې د ۱۲۰۰۰ عسکرو مشري پرغاړه کړه چې دپادشاه امنیت وساتي ،
قاضي فیض الله خان یې شاهي وزیر وټاکه ، او سر دار پاینده محمد خان یې ددرانیو دقوم مشر وټاکه او کندها ته یې ولیږه ،
تیمورشاه خپله واکمني په ښه آرامي او دبغاوتونو په دفع کولو کې تیره کړه .
درې ځلي د شاه رخ میرزا( دنادر افشار لمسی او دتیمورشاه تابع وه) پر ضد په تهران کې بغاوتونه وشول مګر دتیمورشاه له خوا له ماتې سره مخ شو ا
عبد الخالق سدوزي په کال ۱۷۷۴م کې چې دشاولي خان په مرګ غمجن شوی وه دغلجیو او درانیو په ګډون یې بغاوت وکړ . خو تیمورشاه هغوي ته دمیدان وردګو په شش ګاو سیمه کې ماته ورکړه .
په ۱۷۷۹ م کال کې په پیښور کې بغاوت وشو او تیمورشاه یې دپیښور په بالا حصارکې محاصره کړ مګر تیمورشاه پرې غلبه حاصله کړه او ټول یې ووژل .
په کال ۱۷۸۱م کې دملتان خلکو پاڅون وکړ او تیمورشاه دیولوي پوځ سره ددیره جاتو له لارې ځان سیند او ملتان ته ورساوه او بغاوتونه یې خاموشه کړل ،
په کال ۱۷۸۶م کې دکشمیر په سیمه کې ازادخان بغاوت وکړ او دتیمورشاه له لوري ووژل شو ،
همدارنګه دبخارا پادشاه مروې ولایت ونیوه ولې ددواړو لورو ترمنځ دجنګ دپیل څخه دمخه دقومونو مشرانو ددواړو لورو ترمنځ سوله وکړه او دامو سیند ددواړو هیوادونو ترمنځ سرحد وټاکل شو ،
تیمورشاه دخپل پلار څخه ورپاتې ساحې وساتلې او بغاوتونه یې دفع کړل مګر دکومې نوې ساحې دنیولو فکر یې نه درلوده .
تیمورشاه په کال ۱۷۹۳م کال کې په کابل کې مړ او همدلته خاورته وسپارل شو تیمورشاه تقریباً ۲۰ کاله پادشاهي وکړه .
دشاه زمان دواکمنۍ دوره ۱۷۹۳ م کال څخه تر ۱۸۰۰ م
شاه زمان دتیمورشاه پنځم زوی او داحمدشاه بابا لمسی وه .
دپلار دپادشاهۍ په وخت کې دکابل حکمران وه.
دبارکزیو دمشرانو په همکاری او مرسته واک ته ورسیده .
دده نورو وروڼو چې دده لپاره یې دسیسې جوړولې خپل ټول ورونه یې د کابل په بالا حصار کې بندیان کړل او ددې شخړې او لانجې څخه وروسته خپل ځان آرام احساس کړ .
همایون چې دتیمورشاه بل زوی وه او ځان یې دپادشاهۍ مستحق ګڼلو کندهار یې پریښوده او دکابل په لوریې دشاه زمان سره دجګړې په نیت راووت او بالاخره دزابل په قلات کې ددواړو ترمنځ سخته جګړه رامنځته شوه خو جګړه دشاه زمان په ګټه پای ته ورسیده همایون خپل سکه ورور شاه محمود ته چې په بلوچستان کې وه پناه وی وړه .
همایون یو ځل بیا په کال ۱۷۹۵ م دکابل دنیولو لپاره نظامي لاره خپله کړه او ددواړو وروڼو ترمنځ جګړه رامنځته شوه خو شاه زمان بریالي راووت او همایون ونیول شو او دکابل په بالاحصار کې بندي او دهغې نه وروسته په سترګوړوند کړای شو شازمان داکار شاید ددې له امله کړیوي چې دده زوی شهزاده قیصر په دې جنګ کې سخت ټپي شوی وه .
شازمان دپادشاهۍ په لومړیو کې دوزیر فتح خان پلار سردارپاینده محمدخان وواژه او همغه وه چې وزیر فتح خان او نورو وروڼو یې دشاه زمان په خلاف له شاه محمود سره لاس یوکړ او داوخت شاه محمود دهرات حکمران وه او شاه زمان یې دافغانستان پادشاه په صفت نه مانه خو کله چې شاه زمان دهغه دتابیع کولو لپاره هرات ته ولاړه نو شاه محمود یې استقبال ته راووت .
وروسته شاه محمود دایران دقاجاری دولت په لمن کې ځان وغور ځاوه او دفتح علی قاجار دربار ته ولاړ او همدارنګه وزیر فتح خان چې دکابل په بالا حصار کې بندي وه ځان له بنده آزاد کړ او ځان یې شاه محمود ته چې په ایران کې ؤ ورساوه چې یویې دشازمان دتخت دښمن اوبل یې دشازمان دسر دښمن وه .
وزیر فتح خان دشاه زمان دحکومت دنسکورولو نقشې جوړولې چې په اخر کې کامیاب هم شو او دشاه زمان حکومت یې نسکور کړ .
شاه زمان په کورنیو اختلافونو او جګړو کې اخته شو او دی یې پرینښوده تر څو خپل سرحدات وساتي او همدارنګه دی یې له مخته تګ څخه پاتې کاوه .
کله چې شاه زمان په کورنیو جګړوکې اخته وه او ددې حالاتو څخه دافغانستان دښمنانو لکه دشمال له خوا دبخارا پادشاه او دجنوب له خو ا دسند امیران همدارنګه غرب له خوا قاجاري دولت ، او دشرق له طرفه سکهانو دهیواد سرحدات تهدیدول ،
احمدشاه بابا دغه ساحې نیولې وې اوتیمورشاه دغه ساحې دبغاوتونو په سرکوبولو ساتلې وې مګر دشاه زمان په وخت دغه بغاوتونو بیا سر راپورته کړ او په کال ۱۷۹۸م کې شازمان دبغاوتونو ددفع کولو په خاطر دپنجاب مرکز لاهورته ولاړه او دپنجاب حکومت یې درنجیت سینګ په واک کې ورکړ او ددې کار په واسطه یې غوښتل چې تر څو دسکهانو اعتبار حاصل کړي ولې ده له یوې خوا ښه کار وکړ ولې له بلې خوا دی نه پوهیده چې ددغه بغاوتونو تر شاه دانګریزانو لاس دی چې انګریزانو غوښتل ترڅو څو شاه زمان چې دهند په لویه وچه کې یوازینۍ شخص وه چې دانګریزانو مخه یې نیولای شوله له پښو وغورزوي ،
شاه زمان دلوړ همت او دلوړ جرات درلودونکی شخص وه او ده غوښتل تر څو داحمدشاه بابا امپراطوري بیار ژوندی کړي او دغه همت ده ته له خپل نیکه احمدشاه بابا څخه په میراث پاتې وه .
شاه زمان دپادشاهۍ په لومړیو کې په دې فکرکې وه تر څو په هند کې دافغانانو فتوحات بیا راتازه کړي او دخپل نیکه لاره تعقیب کړي ولې کورنیو اختلافونو او جنجالونو په وجه یې ونشوکولای ترڅو دغه هدف ته ورسیږي .
په دغه وخت کې درې سترو طاقتونو ناپلیون فرانسوي . تزاري روسې او همدارنګه انګریزانو کوښښ کاوه تر څو شاه زمان ته داخلي مشکلات پیداکړي او داهغه وخت وه چې په فرانسه کې ستر انقلاب منځته راغلی وه ناپلیون او انګریزانو غوښتل تر څو یو دبل مستعمرې ونیسي .
په تهران کې دانګریز سفیر سرجان ملکهم به ویل چې موږ دهند په خاوره کې شاه زمان دیو پیاوړي دښمن دکورنیو مشکلاتو او اختلافونو په نتیجه کې مغلوب نه کړو موږ دهند خاورې ته نشو داخلیدلای .
دبرطانیې حکومت په دې ښه پوهیده چې دهند په نیمه وچه کې مسلمانان دشاه زمان ملاتړ کوي نو دوی دخپلو جاسوسانو په واسطه یې دشاه زمان پوځي او سیاسي فعالیتونه له ځنډ سره مخ کول .
شاه زمان دتزاري روسیې او دناپلیون استعماري پلانونه یې هم له خاورو سره خاورې کړل
انګریزانو له ایرانیانو سره یو تړون رامنځته کړ او هغه په دې ډول چې که شاه زمان په هند حمله وکړه نو ایران به په افغانستان حمله کوي او که چیرته ناپلیون او تزاری روسیې په ایران یرغل کاوه نو انګریزان به له ایران سره په څنګ کې دریږي .
انګریزانو افغانستان ته خپل جاسوسان دډاکټرانو ملایانو سیاحینو او معمارانو په نوم راولیږل چې دهغې جملې څخه یې غلام محمد هندوستاني وه .
انګریزانو شازمان تهران او هند ته په تګ راتګ مصروف وساته او هغه ته دیرغل زمینه برابره نشوه اوهمدارنګه انګلیسي لیکوالانو له لیکنو څخه معلومیږي لکه الفنسنتون . راو لنسن ، او مسن ، دوي به خپلو لیکنو دې خبروته اشاره کړې چې برتانیویانو د۱۸م پیړۍ په اواخرو کې کوښښ کاوه ترڅو چې په هر قیمت وي باید شازمان ته په لویدیځ او او داخل کې اختلافونه پیداکړي تر څو هغه ته په هند باندې دیر غل کولو زمینه برابره نشي .
برتانیې خپلو شومو دسیسو ته ادامه و رکړه او هماغه وه چې دشاه زمان حکومت یې دشاه محمود او وزیز فتح خان په واسطه له منځه یوړ .
ددې نه وروسته یې د شاه محمود او شاه شجاع ترمنځ مشکلات پیداکړل او دهغه نه وروسته یې دشاه محموود او وزیر فتح خان ترمنځ اختلافونه پیداکړل چې ددې اختلافونو په وجه داحمدشاه ابدالي امپراطوري له منځه ولاړه او انګریزانو په هندوستان خپل یرغل ته ادامه ورکړه او بریالي شول .
وروسته انګریزانو دسدوزیو او محمدزیو ترمنځ اختلافونو ته لمن ووهله او افغانستان باندې یې یرغل وکړ او دانګریزانو دغو لاسوهنو تر ۱۹۱۹ م کال پورې دوام وکړ او دافغانستان جغرافیه ډیره کوچنی شوه .
دشاه زمان دورې ته لنډه کتنه
دشاه زمان دوره یوه له شخړو او جګړو ډکه دوره وه ، داحمدشاه بابا لویه امپراطوري چې ورته په میراث پاتې وه خو دکورنیو او بهرنو مستقیمو او غیر مستقیمو مداخلو پر اساس ډیره بد امنه دوره ګڼل کیږي .
دافغانستان پیښې او واقعاتو دکورنیو او بهرنیو دوښمنانو دلاسوهنو په نتیجه کې نړیواله بڼه پیداکړه .
شاه زمان دکورنیو او بهرنیو ستونزو په مقابل کې خپل لیاقت ښکاره کړ مګربیاهم له ځینو اشتباهاتو اوسهوو سره مخامخ شو . لکه دسدوزیو او محمدزیو ترمنځ دښمني پیداکول او خپلو وروڼو ته په حکومت کې ځای نه ورکول ، رنجیت سینګ یې دپنجاب والي وټاکه او ابدالي امپراطوري یې په دوه برخو وویشله چې یولوری ته یې سدوزیان او بل لوری ته یې محمدزیان وه ،
شاه زمان ددې پورته ستونزو سره سره اته کاله دمطلق العنان په شکل پادشاهي وکړه دمرکزي دولت دپیاوړتیا په خاطریې دخانانو لاسونه له حکومته وتړل .
شاه زمان ځینې کورنۍ چې دده سره یې مخالفت درلوده هغه یې له حکومته لرې کړل او دده دخوښې دراني یې په دندو وګمارل .
شاه زمان دفرهنګ په ډګرکې شاعران . لیکوالان . پوهان . روحانیون او دقلم خاوندان راټول کړل .
شاه زمان دامیر دوست محمد خان په دویم ځل وکمنۍ کې په داسې حالت کې چې دشاه محمود له خواړوند شوی وه وفات شو او سرهندکې مړ اوپه مجددالفساني زیارت په څنګ کې خاوروته وسپار ل شو .
دشاه محمود لومړی ځل سلطنت له ۱۸۰۰ م کال څخه تر ۱۸۰۳ م کال پورې
شاه محمود دوزیر فتح خان او ځینو بهرنیو کړیو له خو ا پر تخت کېناست او وزیر فتح خان ته یې دشادوست لقب ورکړ.
کله چې شاه محمود واک ته ورسیده نو افغانستان دیوه فیوډالي نظام درلودونکی شو.
افغانانو په لومړیو کې داسې فکر درلوده چې کیدای شي شاه محمود دتیمورشاه په څیر یوه آرامه فضاء رامنځته کړي ولي دخلکو دغه فکر اوهیله پوره نشوه .
شاه محمود یوبې کفایته او عیاش سړی وه او خپل ټول کارونه یې خپلو دوو وزیزانو هریو وزیر فتح خان او وزیر محمد اکرم خان ته پریښودل او دې دواړو په خپل منځ کې همغږي نه درلوده او ددواړو فکرونه بدل وه او هریوه کوښښ کاوه تر څو خپل دنظر وړ کسان په مهمو دولتي پوستونو باندې وګماري او ددې دواړو وزیرانو کشمکش باعث ددې شو تر څو شاه محمود له واکه لرې شو او دشاه محمود واکمني له سقوط سره مخ شوه .
دشاه محمود دلومړی ځل سلطنت دنسکوریدو مهم عوامل په لاندې ډول وه
دشاه شجاع اقدام دشاه زمان دغچ اخیستلو په خاطر
دځینو غلځیو پاڅونونه چې دغلځیو په مرګ تمام شول
دبخار دازبکوسره جګړه چې هغوی دامو له سیند څخه راپورې وتي وه .
په ۱۸۰۳ م کال کې دپخواني خراسان ځینې ولایتونه لکه مشهد چې دافغاني پادشاهانو دتسلط لاندې وه دقاجاري دولت له لوري ونیول شول
دبلوڅانو پاڅونونه او هغوی سره دخپلواکۍ فکر پیداشو
بالاخره دکابل دخلکو دپاڅون په نتیجه کې دشاه محمود لومړی ځل واکمنی پای ته ورسیده .
دشاه محمود دلومړی ځل واکمنۍ پر مهال انګریزانو په مکمل ډول دافغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه پیل کړه او ددې لاسوهنې په نتیجه کې افغانستان داور په لمبوکې سوزیده او له انګریزانو سره دفارس او سکهانو حکومتونو په پراخه پیمانه برخه واخیسته او افغانستان دجګړې په ډګربدل شو.
دشاه شجاع لومړی ځل واکمني له ۱۸۰۳ م کال څخه تر ۱۸۰۹ م کال پورې
دشامحمود له لوري دشاه زمان ړندیدل دخلکو فکر او نظر دشاه محمود پروړاندې دنفرت څیره غوره کړیوه او همدارنګه کورنیو او بهرنیو جګړو شاه شجاع ته زمینه برابره کړه ترڅو دکابل دحکومت پر ګدۍ کېناست
شاه شجاع دشیرمحمد بامیزایي په بلنه کابل ته راغی او دافغانستان خلک له جګړو څخه ستړي شوي وه او خلکو سوله او امن غوښته او دخلکو دارمان داځل هم پوره نشو ځکه چې شاه شجاع یو جاطلب خودسری او متکبره انسان وه او دده دغرور او بې کفایتۍ به نتیجه کې دهیواد سیاسي او نظامي حالت له بد څخه بد تر شو .
دشاه شجاع دواکمنۍ په وخت کې بهرنیو دښمنانو ته دلاسوهنې ښه زمینه برابره شوه
شاه شجاع ددې په خاطر چې له محمدزیو ورونو سره یې دښمني له منځه یوسي دامیر دوست محمدخان خور ځان ته په نکاح کړه او وزیر فتح خان ته یې زیات واکونه ورکړل
وزیر فتح خان دده له دغه باور څخه ناوړه ګټه پورته کوله او دشاه شجاع پرضدیې دسیسې جوړولې او دکندهار نایب الحکومه شهزاده قیصر)دشاه زمان زوی) ته یې زمینه برابره کړه تر څو بغاوت وکړي هغه بغاوت وکړ ولې ناکام شو .
ددې نه وروسته وزیر فتح خان دهرات والي حاجي فیروزالدین ته دبغاوت زمینه برابره کړه هغه بغاوت وکړ هغه هم ناکام شو
خوکله چې شاه شجاع دکشمیر په جنګونوکې مصروف شو نو شاه محمود دکابل له زندان څخه هرات ته وتښتیده چې وزیر فتح خان هم ورسره وه نو دواړو دشاه شجاع دحکومت پرضد پر اقداماتو لاسپورې کړ هماغه وه چې دشاه شجاع او شاه محمود قواوو ترمنځ په ممله او ګندمک کې نښته رامنځته شوه او شاه شجاع مات شو او شاه محمود ددویم ځل لپاره دکابل دچاروواګې په لاس کې واخستې .
دپیښور تړون په ۱۸۰۹ م کال کې دانګریزانو او شاه شجاع ترمنځ
کله چې شاه شجاع دکابل حکومت تر لاسه کړ داروپا دوو سترو طاقتونو فرانسې او روسې دواړه هوکړه وکړه او وي ویل چې دهند نیمه وچه به په مشترک ډول نیسي او دوی داهم وویل چې دهند په نیمه وچه کې برتانوي هند ددواړو مشترک دښمن دی او دهند نیولو لپاره یې پلانونه جوړول خو په دغه وخت کې انګریزان لاس په کار شول او خپلو ټولو ولایتونو ته یې استازي واستول او له دې خبرې یې ټول خبر کړل او شاه شجاع ته یې هم یو استازی الفنسټن راواستاوه او شاه شجاع یې دفارس دیر غل څخه چې ښایي په افغانستان یې وکړي وویراوه او شاه شجاع یې مجبورکړ ترڅو په پیښورکې له انګریزانو سره یوتړون امضاء کړي چې دغه تړون درې مادې درلودې چې په هر اړخیز ډول یې دانګریزانو ګټې تامینولې او افغانستان ته یې هیڅ ګټه نه وه په شاه شجاع امضاء کړه او ناپلیون ، ایران او روسې له همکاریو یې افغانستان محروم کړ .
لومړی ماده : فرانسه او قاجاري دولت دواړه سره یوځای شوي او غواړي دافغانستان له لارې پر هند یرغل وکړي نو دافغانستان دولت مکلف دی تر څو دواړو هیوادونو ته لار ورنه کړي
دویمه ماده : که چیري قاجاریان او فرانسویان پر افغانستان یر غل کوي انګلسان به دافغانانو ملاتړ کوي
دریمه ماده : ددواړودولتونو ( انګلیسانو او افغانانو ) ترمنځ به دوستي قایمه وي او یو دبل په کورنیو چاروکې به مداخله نه کوي .
دشاه شجاع دورې ته یوه لنډه کتنه :
داحمدشاه بابا پراخه واکمني دده دزامنو او لمسیانو ترمنځ دمخالفتونو په وجه ورځ تربلې کمزورې کیده خو دشاه زمان دحکومت تر وروستیو پورې دغه امپراطوري پیاوړې احساس کیده .
دشاه محمود دواکمنۍ په وخت کې دافغانستان دحکومت واګې کمزورې شوې
دشاه شجاع دواکمنۍ په دوره کې کورنۍ جګړې او همدارنګه دشهزاده ګانو او دوزیرانو ترمنځ اختلافونه ددې باعث شول ترڅو دهیواد وضعه نوره هم خرابه شي
لومړنۍ ډیپلوماتیکې اړیکې دانګلستان سره په ۱۸۰۹ م کال کې دافغانستان په خاوره کې دپیښور دمعاهدې ترنامه لاندې رامنځته شوې .
شاه شجاع دخپل لومړی ځل سلطنت په دوران کې ددې په خاطر چې له محمدزیو سره یې دښمني پای ته ورسوي د دوست محمد خان خور ځانته په نکاح کړه
همدارنګه شاه شجاع دبخارا دمشر حیدرشاه لور ځانته په نکاح کړه ترڅو دی دشمال له لوري هم مطمین وي
دبلو څوله مشر محمد خان بلوڅ سره یې هم ددوستی رشته رامنځته کړه او دهغه لور یې دځان لپاره په نکاح کړه .
داچې شاه شجاع ددغو سیاسي نکاح ګانو په واسطه وکولای شول چې له بلوچستان دتر بخارا اوسند پورې ټولې ساحې پخپل واک کې ونیولې .
مګر شاه شجاع ونشوکولای دخپلو ورونو چې دده لپاره یې ستونزې جوړولې هغه مهار کړي .
شاه شجاع ونشوکولای چې دبرتانوي هند او همدارنګه دفرانسې دناپلیون پر ضد کوم اقدام وکړي .
دوه سیمې چې دپوره امن څخه برخورداره وي یوه یې دکابل او بل هم پیښور وه .
ددغه دوه سیمو څخه علاوه نور دهیواد په ټولو برخو کې اختلافونه موجودوه او افغانستان دبهرنیو دلاسوهنو لکه برتانوي هند له شومو اهدافو څخه .
بلاخره برتانوي هند او سکهانو په کال ۱۸۳۹ م کې شاه شجاع دخپلو مستقیمو لاسوهنو اویر غل په نتیجه کې ددویم ځل لپاره کابل ته راووست او دکابل حکومت یې ورته وسپاره .
دشاه محمود دویم ځل پادشاهي له ۱۸۰۹ م کال څخه تر ۱۸۱۸ م کال پورې
شاه محمود یو عیاش او بې کفایته کس وه او له تیرو ترخو تجربو څخه ګټه وانه خیستله او په دویم ځل واکمنۍ کې خپلو تیرو اعمالوته ادامه ورکړه او دهیواد سیاسي ، پوځي او اداري چاري وزیر فتح خان ته پریښودلې او هغه ته یې داشرف الوزراء لقب ورکړ .
وزیر فتح خان ټول هیواد دخپلو ورونو ترمنځ وویشه
دوزیر فتح خان زیاتو صلاحیتونو دشهزاده کامران چې دشاه محمود زوي وه په زړه کې کینه پیداکړه
دشاه محمود په دویم ځل سلطنت کې یوازې دوه ولایتونه په امن کې وه یو کابل او بل کندهار
پیښور دشاه شجاع په لاس کې وه اوهمدارنګه کشمیر دعطا محمدبامیزایي ترکنترول لاندې وه او دمرکزي دولت تابع داري یې نه کوله
په هرات کې واک دحاجي فیروزالدین وه او دایران دغیر مستقیمو مداخلو څخه متاثره وه
شاه محمود اکثره وخت په کابل کې وه او دولتي دستګاه دوزیر فتح خان په لاس څر خیدله
دده په وخت کې رنجیت سینګ دافغانستان ختیځه دروازه اټک ونیوه
ایران قاجاري دولت دهیواد غربي دروازه غوریان ونیول
دشاه محمود په دویم ځل پادشاهي کې فیروزالدین په خپلواک حالت کې پاتې شو
خو دایران قاجاري دولت هغه جزیې ورکولوته مجبور کړ
فیروزالدین له شاه محمود څخه دایرانیانو دمداخلې په پارمرسته وغو ښتله او شاه محمو د دهغه دمرستې لپاره وزیر فتح خان له ۳۰۰۰۰ دیرش زره عسکرو سره ولیږه وزیر فتح خان فیروزالدین له هرات څخه کندهار ته ولیږه او دوزیر فتح خان ورور دوست محمدخان دفیروزالدین دلور ګاڼه غلا کړه چې په هغه کې دفیروزالدین دښځې چې دشاه محمود ورنداروه دهغې له غاړې غاړه کۍ هم خلاصه کړیوه
نو دغه وضعیت شاه محمود په قهر کړ او خپل زوي شهزاده کامران ته یې امر وکړ چې هرات ته ولاړ شي کله چې هرات ته ورسیده نو وزیر فتح خان یې په سترګو ړوند کړ ځکه چې دشاه محمود ددورېرې له غاړې یې ورور دوست محمدخان غاړه کۍ خلاصه کړیوه
دغه خبره دوزیر فتح خان ورونو ته ورسیده او هغوي په بغاوتونو شیروع وکړه
دوست محمد خان دکشمیر څخه دکابل دنیولو په خاطر حرکت وکړ او شاه محمود او زوی یې غزني ته وتښتیدل په غزني کې دشاه محمود او ددوست محمدخان دلښکرو ترمنځ جګړه رامنځته شوه او شاه محمود ماته وخوړه او هرات ته وتښتیده په دغه جګړه کې وزیر فتح خان چې په سترګو ړوند هم وه دشاه محمود له لوري ټوټه کړای شو او زوي او پلار دواړه هرات ته ولاړل او هلته دشاه محمود او دفیروزالدین ترمنځ دواک پر سر نزاع رامنځته شوه خو په دواړو شهزاده کامران بریالي شو او دهرات حکمران شو .
دشاه محمود دورې ته لنډه کتنه
شاه محمود یو عیاش او تن پروره شخص وه او دده پادشاهي دسقوط سره دسدوزیو څخه محمدزیو واک انتقال پیداکوي
هغه اختلاف چې دسردار پاینده محمدخان په وژلو چې شاه زمان وژلي وه دشاه شجاع په واسطه یو څه دغه ددښمني او ر مړشوي وه ولي دوزیر فتح خان په وژل کیدو دوباره تازه شو
وزیر فتح خان هم تر اخرې سلګۍ پوري دسدوزیو سره اختلاف درلوده او ددوي ترمنځ یې کورني اختلافونه پیداکول نو په خپل ذات کې وزیر فتح خان هم یو خودخواه او انتقام خوښونکۍ کس وه او دشاه محمود ددویم ځل واکمني سره داحمدشاه بابا لو یه امپراطوري ړنګه شوه او واک محمدزیوته انتقال شو .
محمدزايان
دپښتنودامُـهم ټبردمـحمــداولاده ده،چــې نــــوموړی دعمـــرځـــوي، ددارولمسـې اودبارک کړوسې وو داکورنۍ دنامتومؤرخينوپه حواله د(١٥٩١م) راپدې خوادقندهارپه جنوب شرقي برخه ارغستان کې ميشت وواودقندهاردبارکزو کورنۍ مشري يې په غاړه درلوده .
دشيرسرخ دتاريخي جرګې پرمهال ددې کورنۍ نامتومشرحاجى جمال خان بارکزى نوميده چې نوموړی ديوسف ځوي، دارولمسې اودمحمدکړوسې کيده اوپه هغه وخت سره دده کورنۍ دقومي نفوذ اوښه شهرت درلودونکې وه.
بارک
یارو
عمر
محمد
دارو
يوسف
حاجى جمال خان بارکزى
پاينده محمدخان
شيرعلي خان
سلطان احمد خان
یحیا
یوسف
داحمدشاه بابادټاکنې پرمهال حاجى جمال خان بارکزى دباباپه دربارکې ديوځانګړى مشاورپه توګه وټاکل شوو،دده اودباباترمنځ دهمکارۍ اوتعاون فضاپه ډيرښه ډول پرمخ ولاړه ددواړوترمړينې وروسته دتيمورشاه په وخت کې هم ددې دواړوکورنيوترمنځ ښه تعلقات وپالل شوو،خوچې کله دتيمورشاه وروسته واک زمان شاه ته ورسيداودبهرنۍ يوې خاصې توطئي په ترڅ کې دشاه زمان اوپاينده محمدخان ترمنځ اړیکې ترینګلې اوبالاخره پاينده محمدخان دشاه زمان له لورې اعدام شوم اوددې دوه ووکورنيوترمنځ دهمکارۍ فضاپه دښمنۍ بدله شوه اوداسې مرحلې ته ورسيده چې هم سدوزايان لمنځه ولاړل اوهم محمدزايان اولاډيره بده يې داچې هيوادهم ددوي دغمونوپه بلولمبوکې ډيرپه بې دردى اوناهيلې سره وسيزل شوو. دتاريخ داحساسه شيبه اومرحله چې سيمه اونوره نړۍ ورپکې دپوهې، سائنس اوترقۍسره اشناشوه ،ولې مونږمتاسفانه خپل لاس ته راغلې مادي اومعنوي لاسته راوړنې، له لاسه ورکړې اوهيوادمودتباهې کندې ته وغورځيد.
لکه چې وړاندې وويل شوو، دفتح خان په ړنديدواوبياوژل کيدودمحموددحکومت دوهم ټغرله کابل څخه دفتح خان دوروڼوله لاسه ټول شوو، خوپه کابل کې بياهم کوم واحد،قوي اومرکزي حکومت رامنځته نشوو،چې دخلکواوملت دمشکلاتولپاره سالمه، دحل برنامه ولري ،بلکې دوست محمدخان اودهغه وروڼوداوضع نوره هم دبدڅخه بدتره کړه ،پدې ماناچې محمدعظيم خان يوسدوزى شهزاده ايوب شاه دتيمورشاه ځوي په خپل لاس کې ونيوه اوځان يې دهغه وزيرمقررکړاوده ته يې په بالاحصارکې دبادشاهۍ چوکۍ کيښوده اودوست محمدخان يوبل سدوزى شهزاده سلطان على شاه دشاه زمان زوی پاچاکړاوځان يې دهغه وزيرمقررکړاودادواړه پاچاهان اووزيران په يووخت کې په کابل کې اوسيدل اوجلاجلاادارې يې درلودې ،کله چې دهيوادسياسي وضع تردې حال ورسيده اوانارشيزم دهيوادګوډ،ګوډته ورسيده ، نوبياهغه پايلې راڅرګندشوې ،چې کومې دداسې لاملوترڅنګ وي اوهغه ددې ارته اوپراخه هيوادمختلفې سيمې دمرکزيت څخه دفرارپه حالت کې شوې اوهرڅوک په هرځاى کې راوپاريدل اودهرچاپه سرکې دمرکزڅخه دازادۍ فکراوروحيه پيداشوه اوهرڅوک دهرې سيمې خپل سرى سرداراو واکدارشوو.رنجيت سنګهـ چې يومکار اوحيله ګرانسان وو،ټول سکان سره راټول کـــړل ،دکشميـــر،پنـجاب اټک اوپيښور دمشرۍ دعوه يې وکړه اوغوښتل يې چې داسيمې ترخپل واک لانــدې راولي اوپدې اړه يې دسدوزيوديوګل شاه شجاع سره په کال (١٨٣٤ م) کې يوه معاهــده هـــم لاسلـــيک کـــړه ،چې له مخې يې ده ته دهمدې سيمودکنترول اوادارې ،واک ورسپارل شوې وو، خوچې دده يعنې شاه شجاع سره دقندهارپه جګړه کې دوست محمدخان اودهغه دوروڼوخـــلاف کـــومک اومــــرسته وکــــړي،داجــنګ واقــع شـوواوشاه شاشجاع ورپکې ماتې وخوړه اوبيرته هندکې دانګريزانولمنې ته ورولويد.
داميردوست محمدخان لومړې ځل امارت
(١٨٣٥ - ١٨٣٩ م)
کله چې دوست محمدخان دهيواد وضع اودرنجيت سنګهـ سرغړاوې وليد، نودوروڼوسره دې پايلې اونتيجي ته ورسيد،چې نوربس دى اوددې ملت غم خوړل پکاردي ،ددې لپاره چې خلک ددښمن خلاف جهادته وهڅوي اوقومي ملاتړحاصل کړي اوخپلې دعوې ته يومذهبى رنګ ورکړي ، په کال (١٨٣٥ م)دخپلويوشمير اعتمادى کسانوسره دبالاحصارختيځ ته دعيدګاه جماعت ته لاړاوهلته يې دامارت داعلان مراسم لکه دشيرسرخ تاريخي جرګې ته نسبتاً ورته ډول باندې ترسره کړل اوميرحاجى دهغه وخت دعلماوواوروحا نيونو مشروودشولووګې راواخست اوددوست محمدخان په پګړى کې يې وټومبه اوده ته يې دامير المومنين لقب ورکړ.
کله چې امير دوست محمدخان امير شوواودخپلودښمنانوخلاف يې دجهاداعلان وکړ، نوبيادلوبې اصلي طراحانوخپلې څيرې په بل ډول په کارواچولى اومتوجه شووچې داخلک اوخاوره بايدمنظم اوپياوړې نه شي.
انګريزانوپه پيښورکې درنجيت سنګهـ سره مستقيماً وکتل اورڅخه يې وغوښتل چې ستاسواودشاه شجاع ترمنځ يوه معاهده لاسليک شوې وه ،که مونږ هم په هغې کې وراضافه شوو،څرنګه به وي ؟
رنجيـــت سنګـهـ تـــرې ډيرپه کلکــه رضـــايت وښوداوشاشجاع ،خودهرچاسره پدې برخه کې هرې معاملي ته تياروو، نوهغه ووچې دې درې وواړخونولخواپه لاهورکې په کال (١٨٣٨ م) يوتړون لاسليک شووچې دلاهوردمثلث تړون په نوم ياديږي ،پدې تړون کې دوه اړخونه اوضلعې رښتياهم يوڅوک وو، خودريم جهت اوضلع چې شاه شجاع نوميده هيڅ کوم قانوني اوحقوقي حيثيت ددپلوماسې په قاموس کې نه درلود، خوداچې دانګريزانوګتې ورپکې نغښتې وې اواصلاً دوست محمدخان ته يې ورباندې ګزارورکاوه ، چې دهغه نوې اعلان شوى امارت کوم قوت اواداره، رامنځ ته نکړي اوددوي په نظرنورهغه وخت رارسيدلي ووچې دوې يعنې انګريزانورخپله، نظامي ساحې ته ووزې اودچاروواګې په لاس کې واخلي.انګريزانودخپل دې نظامي اقدام لپاره دروسى احتمالي بريد،بهانه و ګاڼه اوداخبره ترډيره حده رښتياهم ده ، ځکه چې هغه وخت روسانوغوښتل دايران په همکارې انګريزان په هندکې ترتهديدلاندې ونيسي خودا داسې يووخت وو،چې اميردوست محمدخان نشوکولاې ،پداسې يوحساس وخت کې چې هم يې خپل داخلي زوراوقوت دلاسه ورکړى ؤاودبل اړخه ورباندې ددواړوګاونډيوله طرفه فشاراوزورداسې حالت ته رسيدلې وو چې اميريې په خپلوامکاناتودمخنيوې توان نه درلود.
انګريزاندمثلث تړون له مخې زمونږ هيوادته دداخليدوپه هڅه کې شوواوددې تړون درې مياشتې وروسته يې داکتوبر په لسمه کال (١٨٣٨ م)دسملې اعلاميه خپره کړه ،چې ورپکې يې دوست محمدخان غندلې اوشاه شجاع يې دافغانستان دخلکواوانګريزانولپاره يومهم شخص ښودلى وو.
بالاخره انګريزان په اپريل په مياشت کې دمکناټن اوبرنس ترمشرې لاندې دشاه شجاع سره راروان شوواوکندهارته راورسيدل ،چې زمونږ دګران هيوادافغانستان په تاريخ کې دتباهۍ اوبربادې يوبل باب پرانستل شوو،پاتې جزيات به يې دلومړې جګړي ترعنوان لاندې په وروستيوليکوکې بيان کړو.
دافغانانواوانګريزانوترمنځ لومړۍ جګړه
غواړودپورتني عنوان دښې توضيح لپاره لمړى ددې مهال دسياسي اوضاع ،يرغل دانګريزانوواکداري اوسلطه ،ددوي په وړاندې مقدس جهاداوملي قيام اوبالاخره په روستيوکرښوکې به يې پايلې اونتيجې وليکو.
الف :سياسي اوضاع:-دګران هيوادافغانستان په سياسي افق چې کله داحمداشاه باباستورى په کال (١٧٧٣ م)کې پريوت ، نوددې نيټې څخه دهيوادسياسي اوضاع په دوامدره توګه ديوبحران لورراونه وه اورترڅنګ يې ګاونډيواستعماري قدرتونودخپل قدرت دلازياتولوپرموخه ،زمونږدخاورې داستعمارولولپاره په ډيره چټکتياسره خپل ګامونه اخستل اوپدې ليارکې يې له هرې وسيلې څخه استفاده کوله لکه تجارت ،دګاونډاړيکې ،دسياسي موضوعاتوشريکول،دجاسوسي کړيواستخدامول اوداسې نور...
په همدغه موقع چې کله جنګ واقع کيده دبرنس تررهبرى لاندې يوتش په نوم تجارتي پلاوي له کابل څخه ليدنه کوله اوچې کله دپيښورپه لورروان شوودبرتانوي هندګورنرLard acland ته يې خبرورکړ،چې نوراميردوست محمدخان زمونږ په کارنه راځي اوزمونږپه ځاى يې دروسى نماينده ويتکوويچ ته ميلان زيات وو،داراپوراومعلومات په هندکې دبرتانوي نماينده ګانولپاره دخواشينې لامل شــوواوانګلسى مقاماتوپريکړه وکړه چې دتزاري روسي هيئت کابل ته دانګريزانوپه ګټه ندې نوبايدپدې بهانه دبارکزى سردارانوسره خپل علايق وشکول شي اودهندبرتانوي دپولواوسرحدونوڅخه مستقيماً دې دافغانستان په خاوره نظامي تجاوزوشي اودخيبر،کرم اوبولان ددروله ليارې دې انګليسي قواوې نيغ په نيغه پرافغانستان حمله وکړي اودبارکزيانومشرۍ ته دې خاتمه ورکړي ،اودهغې په غوض دې سدوزى شهزاده دانګريزانوپه لاس دکابل پرتخت کيښنول شي .
(ب )يرغل:دلومړنيوتدابيروتربشپړيدووروسته په کال(١٨٣٨ م)ددسمبرپه لسمه نيټه انګلسي قواوې دسنددلارې افغانستان ته رامارش شوې .
اودبرنس اومکناټن په سياسي مشرۍ دبهاولپور،شکارپور، بولان،کوټى اوچمن دلارې لومړې کندهاراوبياکابل ته دداخليدوفيصله وشوه ،په کال(١٨٣٩م )دفرورې دمياشتي په (١٩ )نيټه داټول فوځونه په شکارپورکې سره يوځاى شوواودشاه شجاع لخوامعائنه شوو.
دمارچ په (٢٦ )نيټه کوئټى ته راورسيدل اوديولوي کاروان په شکل پلې اوسپاره دخپل مسيرپه اوږدوکې لکه دقحطي ملخانو،زمونږهيوادته داخل شوو.
کله چې اميردوست محمدخان دانګريزانوددې ناببره بريدڅخه خبرشوو،دتزاري روسي څخه يې ددوې خلاف دمرستي اوهمکارۍ غوښتنه وکړه خوڅه نتيجه يې ورنکړه ،په عين وخت کې دقندهارحاکم کهندل خان هم دايران سره دشووژمنوپوره کولوغوښتنه وکړه خودې هم څه ترلاسه نه کړل ،کيداې شي چې دانګريزانومشرانوبه په دپلوماتيک ډګرکې دروسي اوايران مقاماتوته يوڅه کريدت منلې وو،دبلې خواددښمن پراخه تبليغاتو، کهندل خان اودوست محمدخان کم زړې کړې وواوددښمن سره مقابله يې ناممکنه ګڼله په لومړې سرکې کهندل خان ميدان پريښوداودځان اولادې دژغورلو لپاره دفراه اوهرات دلارې ايران ته ولاړاوپه نتيجه کې اشغالګرى قواوې بيدون له کوم مقاومته کندهارته داخل شوې اودلته دتاج ايښودومراسم دانګلس قواولخواپه (١٨٣٩ م) دمۍ دمياشتې په (٨ )نيټه د ډزوپه ترڅ کې ترسره شوواوانګلسي هندى فوځونوخپل انګلسي بيرغونه دتعظيم په توګه دشاه شجاع په وړاندې ټيټ کړل اوبياجنرال کين kan دمسلحوقواوواعلى قومندان اومکناټن دانګليس دحکومت د سفيرپه توګه شاه شجاع ته دخپل حکومت په نمايندګې دتبريکي مراتب څرګندکړل ،لدې مراسمووروسته دمکناټن اوشاه شجاع ترمنځ يواووه فقره ايزه تړون لاسليک شوو،چې له مخې يې دانګلسى فوځونوهستوګنه په دايمې ډول په هيوادکې ومنل شوه اودهغوې دلګښت يوه برخه يې هم په خپله غاړه واخسته .
دانګريزانوقوتونه اوشاه شجاع دوه مياشتي همدلته په کندهارکې پاتې شوو،ترڅوچې وروسته پاتې شوې ټول نظامي ځواکونه هم راورسيدل اودلته دکابل دنيول لپاره تيارې ونيول شوواودجون دمياشتې په (٢٧ )نيټه پداسې حال کې له کندهارڅخه روان شووچې يوڅه تعدادنظامي قواوې دلته دمسترليچ ترمشرئ لاندې پريښودى اوفتح جنګ دشاه شجاع ځوى يې دتش په نوم والي په توګه وټاکه، اميردوست محمدخان چې دامهال يې خپلې تيښتې ته شپې اوورځې شمارلې داشغال ګرو قواوولخوادغزني له محاصرې څخه خبرشوواودې محاصرې هم زيات وخت وانه خست اوغزني دشاه شجاع لاس ته ورغې اوچې کله امير دغزني دسقوط خبرواوريده دسولې اومذاکراتولاريې ونيوله خوداهم چندان ګټوره ثابته نشوه نوهغه ؤچې دهمدې کال داګست دمياشتي په لومړى نيټه دکابل څخه داونۍ کوتل ،باميان اوخُلم له لارې شمال ته دبخاراپه نيت روان شوواوانګلسي قواوې چې غزني په نيولوسره پوره زړه ورې شوې وې دکابل په لورې په حرکت کې شوې ،داچې دلته ورته ميدان خالي اولاره خلاصه وه بيدون له کوم مقاومته داګست دمياشتې په شپږمه نيټه کابل ته داخلي شوى اوداګست دمياشتې په اوومه نيټه يې شاه شجاع دديرش (٣٠ )کاله جلاوطنۍ وروسته په بالاحصارکې په تخت کښنوه ،مکناټن اوبرنس دنظامي اوملکي اداروپه فعالولولاس پورې کړاودهمدې کال دسپتمبردمياشتي په اتمه (٨)نيټه ورته دکپتان ويډترمشرى لاندې(٦٠٠٠ )نورې مسلحې نظامي قواوې يې دپيښوراوجلاابادله لورې ،کابل ته راورسيدې برنس دکابل دوالي په توګه وټاکل شوواوخپلې قواوې دمرکزپه مُهموسوق الجيشى ځايونوکې استوګن کړې اوداټول جريانات مکناټن په هنداولندن کې خپلومرکزوته مخابره کول.
(ج ) دانګريزانوواکداري:-انګريزان په بالاحصارکې دشاه شجاع په ميشته کيدوپه خپل لمړنې هدف کې کامياب شوو،چې هغه دبارکزيوسردارانودسياست له صحنې څخه ويستل اوپه ځاى يې سدوزى جلاوطنه شهزاده نصبول اوددې خاورې اشغالول وو.
لدې مرحلې وروسته دوهم پړاوچې هغه دلته واکدارې اوحکومت داري وه پيل شوه خوداپړاولګ څه ستونزمن وو ځکه چې رښتياهم په هروخت کې ددې خاورې نيول په اسانى ترسره شوې ،ولې په ساتلواوکنترولوکې ډيرى قوتونه په خپل زراوزوربياندې توانيدلې چې داخلک دځان ايل اوتابع کړي،سره لدې چې برنس اومکناټن موجوده وضع دځان په ګټه خپلومشرانوته تعبير وله اوپدې برخه کې لارداکلينډدبرتانوى مشرانوڅخه ډيرمډالونه هم ترلاسه کړې وو،ددوې کوشش داووچې ټول مهم مرکزونه په خپله يادخپلوځانګړوايجنټانوله لارې اداره کړي اودشاه شجاع په توسط يې ملت ته داسې تمثيلوله چې انګريزان زمونږ دمرستې اوهمکارې لپاره راغلې دي اوچې کله دکابل اداري چارې سمې شي، نوبيابه دپيښوردلارې زمونږپه همکارئ دسيکانوسره جنګيږي اودغه سيمه به بيرته مونږ ته راسپاري اوبيابه هندوستان ته ځي ،خودادشاه شجاع يوخيال اوخوب وو، ځکه چې لا لږ وخت نه ؤتيرچې شاه شجاع هم ددوې سره ديوسياسي بندي حيثيت غوره کړاودده درباردانګريزانوله خواظاهراً دده دشخصي امنيت دټينګښت په موخه محاصره شوو،تردې چې دانګلسى افسرانوله اجازې پرته هيڅ افغان نشوکولاې چې پاچاسره وويني ،پدې برخه کې دوهمه ستونزمنه موضوع چې دانګريزانوواکمنى اوواکداري يې ګواښله داوه چې دلته په کافي مقدارملکى اونظامي قواوې موجودى وې اوددوې دمالي اخراجاتواومصارفويوه برخه شاه شجاع ددولت په خزانه بارکړى وه اوخزانې دومره توان نه درلود،نوددې لپاره يې پرخلکومالي لوړې کړې اوعام اولس پدې برخه کې دډيروستونزوسره مخامخ شوو،همدرانګ پدې برخه کې بله دردوونکى اوزورونکى داوه چې دغلو،دانو،ميوو،وښوواوسبزيونرخونه زيات لوړشوو ځکه چې داجناس انګريزانوپه خورالوړه بيعه رانيول ،ولى عام اولس ددې نرخونوپه وړاندې هيڅ مقاومت نه درلوداوپه نتيجه کې هيوادديولوي اقتصادى بحران سره مخ شوواولدې پيچيده سياسي اواقتصادي حالت څخه ديوې عامې قحطي اثارپه ملک کې راښکاره شوواوداپه اصطلاح هغه موضوعات ووچې لوى برتاني دځان سره ددې خاورې دصنعتي کيدو،اباديـدواورسيــدوپه نـــوم راوړې وو،مکناټــن چــې دسفــيرپه عـنوان يـې ټــول ملکي اوسياسي امورپه لاس کې درلودل شاه شجاع ته وليکل چې نائب امين الله خان لوګرى ،عبدالله خان اڅکزى اوسردارشمس الدين خان چې داميردوست محمدخان وراره وو،هندته تبعيدکړي ،نوموړي ددې کارداجرالپاره دااشخاص راوغوښتل اودمکناټن له پريکړې څخه يې خبرکړل ،خو ددوې جواب داووچې مونږمکناټن دسره نه پيژنو،مکناټن څوک دى ؟ چې زمونږپه اړه داسې پريکړه کوي،پدې وخت کې شاه شجاع وويل چې زه هم دهغه په لاس کې يوبندى يم اوداتوره واخلئ ،چې څوک يې ښه چلوي هغه ته يې ورکړئ ،زه له تاسوسره يم ؛خوحال به نه واياست .
پدې اړه په کال (١٨٤٢ م)دفرورۍ په مياشتى کې رسماً دشاه شجاع له خوادانګريزانوخلاف فرمانونه هم صادرشوو، خودافرمانونه دانګلسي جاسوسانوپه لاس کې ولويداودمجاهدينولاسونو ته ونه رسيدل .
(د)دجهاداوملي قيام پيل:-کله چې مکناټن دافغان اولس کرکه اونفرت احساس کړه زيات وارخطا شوواويوتعداد پردين اووطن مئين شخصيتونه يې بنديان کړل ،دتاريخ پدې حساسوشيبوکې چې رهبرئ ته يې زياته اړتياه وه، اميردوست محمدخان هم دبخارااميرڅخه په تيښته بريالې شوواود(١٨٤٠ م)کال په مني کې دهندوکش څخه راتيراودخلم دحاکم لخواورته تودهرکلې وويل شوو،نوموړې په شمالي ولايتوکې دانګريزانوخلاف دمبارزينواومجاهدينوپه راټولولوپيل وکړاودهمدې کال داګست په مياشت کې دانګريزانوسره وجنګيده اوپه دوي برلاسى شوواودسپتمبرپه مياشت کې دخپلوملي مبارزينوسره باميانوته راغې اودلته يې هم دانګريزانوخلاف جبهې تنظيم کړئ ،پدې وخت کې دميرمسجدى خان اوسلطان محمدنجرابي لخواکوهستان ته دعوت شوو،کله چې انګريزانودمجاهدينوداحال وليد نود جنرال سيل ترقوماندى لاندې يې خپلې قواوې منظمې کړې اوددواړوخوووترمنځ دسپتمبرپه (٢٨ )نيټه يوخونړى جنګ واقع شووداچې دانګلسى توپونه څخه دفاع مشکله وه ،نومجاهدين دجنګي تکتيک له مخې په شاه شول.داکتوبردمياشتې په (٣ )نيټه انګريزانودميرسجدى خان په قلعه حمله وکړه اوپدې حمله کې نوموړې ډيرسخت ټپي شوو،داکتوبردمياشتې په (٢٨ )نيټه اميردوست محمدخان دنجراب څخه پروان ته راغې اودلته يې دانګريزانوخلاف دجهاداعلان وکړ،چې له کبله يې يوتعدادافغاني قواوې دشاه شجاع اوانګليس قواووڅخه جدااواميردوست محمدخان سره يوځاى شوې، اميردوست محمدخان دخپلو(٦٠٠٠ )جنګياليوسره دنومبرمياشتې په دوهمه نيټه دجنرال سيل دقواووسره مخامخ شوواوترمنځ يې يوسخت جنګ واقع شوواوددې جنګ په نتيجه کې (Mr lard liftan broad foot )مسټرلارډليفټن بردفوټ اوريډجوينت کرسپن (Red jaint crispin )،ميجرپانسنبى (ponsonby )اوميجرفريزر(Majar frazer )سخت ټپيان شوو.
دجنګ دې و خيموپايلوجنرال سيل ډيرسخت وارخطاکړ اوبرنس هم زيات فکرمندشوواونوي تدابيريې په کارواچول اوبې شميره جاسوسان يې استخدام کړل اوهرچاته جدادنده وسپارل شوه اوزيات ترکيز پدې ووچې دملي مبارزينوترمنځ نفاق واچوى اويوپربل يې بدګمانه کړي .دتاريخ اومبارزې پدې حساس پړاوکې اميردوست محمدخان دخپلوقواووڅخه ځان دڅوتنو اعتمادي اشخاصوسره جداکړاوپه کابل کې يې مکناټن ته خپله تسليمي ورکړه چې پدې اړه مختلفي پوښتنې دتاريخ په اوراقوکې لاتراوسه بى جوابه پاتې دي .چې ولې اميردوست محمدخان، چې قوم ورسره ملګرى ووپه جنګ کې کامياب وواوبياهم دافغاني شهامت توره اوکمربندخپل لاس مکناټن ته ورکوي؟اودهغوې سره ديوقيدى په صفت ژوندته ترجيح ورکوي.
په هرحال امير د(١٨٤٠ م)دنومبردمياشتې په اواخروکې دخپلې کورنۍ سره برتانوي هندته واستول شوو،خودې شاتګ اواميرغيرافغاني موقف خپلول دمجاهدينواوملي مبارزينوايماني اوافغاني مورال ټيټ نه کړاودده تشه دده ځوي وزيرمحمداکبرخان په ډيرښه شان دخپلومجاهدينووروڼوپه مرسته اوډاډ ډکه کړه اوخپلو مبارزو ته يې لاپسې دوام ورکړاودجهاددالړۍ داشغال ګروپه وړاندې دهيوادنورومختلفوسيمولکه کندهار،ګرشک،قلات ،پکتيا،ننګرهار ،لغمان ،کنړاوخيبرته هم وغځيده اود(١٨٤١ م) کال په شروع کې ورځ په ورځ دانګريزانوبخت مخ په زوال اوبربادى روان شوواوانګريزان تردې حده پورې په تنګ شووچې دمبارزينوڅخه يې په خپله دسولې غوښتنه وکړه ؛ خوهيڅ نتيجه يې ورنکړه دخيبرلاردافريدولخوابنده شوه په کندهارکې ګل محمدخان ګوريلاى حملې پيل کړې دغزني مبارزينو دکندهاراوکابل لاراشغال کړه ،تردې چې د(١٨٤١ م)په نيمايې کې دکابل اوخواوشاسيموحالات خراب شوو،امنيت ورک شوو،هرچادخطراحساس کاوه اودولتى دستګاه هم دبډواورشــوت لـــه کبــله خپل پيچلې حالت ته رسيدلې وه د(١٨٤١ م) کال د November په لومړۍ نيټه دلـــومړي ځل لپاره دامين الله خان لوګري اومحمدزمان خان اڅکزي په مشرۍ په يومجلس کې دعمومې پاڅون طرحه جوړه شوه اوهم پدې ملي مجلس کې محمدزمان خان درايوپه اتفاق دملي مبارزينودمشرپه توګه اوامين الله خان لوګرى دهغه دمرستيال په توګه وټاکل شوو،همدارنګه دجنګ اوســولې پــه خــاطريوه دولــس کـسيزه شــورا جوړه شوه ،چې مرکزيت يې دشوربازارپه يوه کوڅه کې موجوديت درلود.
د(١٨٤١ م)دنومبردمياشتې په دوهمه نيټه په ټول هيوادکې خلک د انګريزانوخلاف دخپلوامکاناتواووسلوسره راپورته شوو،په کابل کې ملي مبارزين دبرنس په کورقهريدلي ورغلل اوپه نتيجه کې برنس دبرنس ورورچارلس برنس، اوکيپټن برډفوټ اودده دکورساتونکى ووژل شوو،تردې چې دنومبرتر (٧) نيټې پورې په کابل کې يوازې بالاحصاراوتپه بى بى مهرودانګريزانوپه لاس کې پاتې شوواونورټول مهم ځايونه اونظامي قلاګانې ددوې له لاسوڅخه ووتلې ، دنومبردمياشتې په (٢٢ )نيټه جنرال الفنسټن دمسلحوقواوعمومي قومندان، مکناټن ته مشوره ورکړه چې دافغانانوسره دصلحې اوسياست څخه کارواخله اوداهغه ورځ وه چې وزيرمحمداکبرخان هم دبخاراڅخه دباميانوله لارې کابل ته رارسيدلې وواودلته دجهادي شورى په غونډه کې محترم محمدزمان خان خپل ځاى وزيرمحمداکبرخان ته پريښوداودشورا غړوهم تائيدکړ اوهمدارنګه پدې غونډه کې داپريکړه هم وشوه چې داشغال ګروقواووتر بشپړتباهي اونابودي پورې به خپله مجاهده اومبارزه جارې ساتواوپدې برخه کې به دهيڅ چاسره دسازش څخه کارنه اخلو،دهمدې کال دمني په موسم داشغال ګروقواودزوال اوخزان شيبې هم پيل شوې .
د(١٨٤١م)ددسمبرپه يوولسمه(١١ )نيټه مکناټن مجبورشووچې دافغانستان څخه دخپلوقواودوتلوموافقه لاسليک کړي پدې توګه چې !
(١ )دانګليس اوافغان دوستي بايدپراشخاصوپورې مربوط نه وي ،لکه شاه شجاع چې دانګريزانودوست اودافغانانودښمن دى ؛ بلکې دوستي بايددولتى وي.
(٢ )که شاه شجاع له افغانستان څخه ونه ووځي نوپه هغه صورت کې که نوموړې ته ځاني يامالي خطرورسيږي انګريزان يې مسؤليت په غاړه نه اخلي.
(٣ )دانګريزانوفوځونه دې له افغانستان څخه ،ووځي اوکه چيرې بياضرورت شي نودافغانستان دحکومت په غوښتنه به راځي اوخرڅ به يې په خپله غاړه وي،يواځې واښه اوبوس به افغانستان دنقدوپيسوپه مقابل کې ورکوي.
(٤ )تجارت هم ددواړوهيوادونوترمنځ دافغانستان پرغوښتنه اورضاپورې اړه لري.
(٥ )دافغانستان هغه خلکوته چې دحکومت مـــخالـــف دي ،انــګريزان بايــدهندته دداخلــيـدواجـــازه ورنکړي.
(٦ )که تـــزارى روســـيه اويـــانورهيـــوادونه دافغــانستان له لارې په هنـدحـمله وکــړي ،انـګريزان به افغانستان ته وسله اونقدې پيسې ورکوي ،چې افغانان خپله هغه دښمن په شاوتمبوي اومخه يې ونيسي.
(٧ ) اوس به انګلسى فوځونوته اذوقه دنقدوپيسوپه مقابل کې تهيه شي خوانګلسي فوځونه بايدپه درې (٣ )ورځوکې له کابل څخه وځي.
سره لدې چې دمکناټن لخوادحق د لارې مجاهدينواومبارزينوسره پورتنۍ موافقه دده په خوښه اورضالاسليک شوه . خوبياهم پدې کې صادق نه وواونه يې غوښتل چې خپلې قواوې دوعدې مطابق له افغانستان څخه،وباسي ،بلکې کوشش يې کاوه چې پدې موافقې سره خلک اوملت مصروف وساتي اوخپلې نامشروع سلطى ته ادمه ورکړي ،هغه ووچې په کال (١٨٤١ )ددسمبرپه (٢٣ )نيټه يې بيادافغاني مشرانوسره دمذاکراتووخت وغوښت خوافغانان نوردده په طبيعت اومزاج پوه شوې وو،دبى بى مهورودتپې ترڅنګ يوځاى دخبرولپاره وټاکل شوو،کله چې په ټاکل شوې وخت اوځاى کې خبرې پيل شوې ،وزيرمحمداکبرخان دمکناټن ټول خائنانه عزائم اوتصاميم هغه ته يوپربل پسې بيان کړل اوبيايې ورته وويل چې پدې برخه کې اوس تاټول چانسونه دلاسه ورکړي دي اونورسره په بله هيڅ خبره هم نه سلاکيږو،هغه ؤچې تفنګچه يې ورباندې راوويسته ،مکناټن ووژل شوو،لارنس اوکپتان مکنزي يرغمل له همدې غوڼدې څخه بوتلل شوواوبياانګليسي قواووته چې پاتنچر اوالفنسټن ادره کولې،دحق دليارې دمجاهدينولخوا ورته لاندې شرايط وړاندې کړل شوو:
(١)دافغانستان فوري خالي کول.
(٢ )انګليسي فوځونه يوازې شپږتوپونه له ځان سره وړاې شي اونوره ټوله توپخانه به تسليموي .
(٣ )دانګــريزانويوټولــــى مشـــران به سره دخپلــوکـورونـوتــرهغــې پــه کابل کــې پاتې وي،چې ترڅواميردوست محمدخان واپس کابل ته راشي.
(٤ )کومې يوميلون اوڅلورسوه زره (١٤٠٠٠٠٠ )روپئ چې مکناټن منلي دي ،بايدهغه افغانانوته ورکړل شــــــي.
(٥ )جبه خانه اوهغه سامان چې درونددى ،هغه دې هم افغانانوته تسليم شي .
پورتني شرايط الفنسټن اوپاتنچر قبول کړل اود(١٨٤٢ م)کال دجنورى شپږمه نيټه دکابل دتخليى لپاره وټاکل شوه ،خوانګريزانودخپلووتلوپرمهال بيادخپلې ژمنې خلاف ټوله جبه خانه اودروندسامان له ځان سره واخست ،چې داکاردټولوافغانانودسختې خواشينې سبب شوواوهغه ژمنه چې دوی ورسره دوتلودحفاظت په برخه کې کړيوه ،هغه يې ترې بيرته واخسته اودکابل اوجلال ابادترمنځ ددوې(١٦٥٠٠ )قواووڅخه يوازې ډاکټربرايډن وږې ،تږې اوشکيدلې کالې جلال ابادته ورسيداونورځواکونه يې دخپلوبدوخائنانه اواشغال ګرانه اعمالوپه سزاورسيدل اوتاريخ يې ټوله ننداره په خپله ځلانده هنداره کې ثبت کړه .
کله چې انګريزان ددې سرنوشت سره مخ شوو،په همدې کال يعنې (١٨٤٢ م)داپريل دمياشتې په دريمه نيټه شاه شجاع هم دنواب محمدزمان خان دځوي شجاع الدوله خوادخپلوخائنانه اووجدان پلورنکواعمالودنتايجوښکارشو(ووژل شو) اوترڅنګ يې په غزني اوقندهارکې هم دانګريزانوخلاف شورشونه رامنځ ته شول اوانګريزان لدې منطقواوسيموڅخه وتښتيدل ،تردې چې د شاه شجاع ځوى صفدرجنگ هم په کندهار کې د انگريزانو خلاف جبه رهبري کړه او نور يې دلته ددوې پاتې کيدل اواوسيدل محکومول ،پداسې حال کې چې دده دپلارپه مل تيادې خاورې ته داخل شوى وو.
خوافغاني فطرت تل داسې بچيان روزي ،چې ددې خاورې دسرسوداچاسره نه کوي اوپدې برخه کې بياهيڅ قسمه رابطې ته نه ګوري ،لکه وزيراکبرخان دخپل پلاردوست محمدخان سره اوصفدرجنګ دخپل پلارشاه شجاع سياست محکوم کړاودالړۍ به همداسې روانه وي.
دانګريزانوددې ناببره او نه جبران کيدونکې ماتې څخه چې کله برتانوي چارواکي خبرشوو،په فوري توګه يې دخپلومنل شووشرايط په پام کې نيولوسره ،اميردوست محمدخان له بنده خلاص اوکلکتى ته يې وغوښت ،پداسې حال کې چې اميربى چاره دټولوسياسي اونظامي جرياناتوڅخه بى خبره وو.ورته وويل شووچې مونږ تاکابل ته داميرپه صفت استوو،پدې شرط چې خپل ځوى محمداکبرخان ته ليک واستوې چې هغه کابل ته زمونږ دفوځونودموقتي اوتش په نوم دداخليدواومارش کولومخه ونه نيسي ،اميرچې دلوديانى زندان تنګ کړى وو،دایې ډيره عجيبه اودځان په ګټه وليده اودوزيــرمحمداکبرخان څخه يې دانګريزانوددې وړانديز په خاصه توګه دعملي کيدوغوښتنه وکړه اوانګــريزان په ډاډه توګه چې په وړاندې يې څوک نه وو،يوځل بيادخپل حيثيت داعادې پرموخه کابـــل تــه داخل شوواودلته يې دخپلې وعدې خلاف يوځل بياداسې اعمال ترسره کړل چې په تاريخ کـې ددوى پروعده خلافي ثبت دى اوددوې دامارش د(١٨٤٢ م)داګست دمياشتې په (٢٠ )نيټه ترسره شوواودواپسې په وخت کې يې فتح جنګ چې دشاه شجاع ترمړنيې وروسته دلته پرتخت ناست وودځان سره دافغانستان څخه وويست .
د(١٨٤٣م)کال په لومړيوورځوکې اميردوست محمدخان دپيښوردلارې وطن ته راغې او(٣)کالواوڅلـــــــورومياشتووروسته يې دوطن چارې په خپل لاس کې واخستې اودانګريزانومسقيم استعمارانه کوښښونه چې په شرم اوتاوان تمام شوې ووداپلاپه غيرمستقيم ډول ترحده زيات کامياب شوو،چې دابى سارې قرباني دمجاهدينواومبارزينودمخلصانه اوقهرمانه مبارزومحصول وو،چې دجنګ په ډګـــرکې دافغــانانوپه بــرخه شـــوو،خـوبرعکس په سياست کې خامي اودخپل شخصي قدرت لالچ اوحرص موهغه نقاط شووچې ددې مبارزې ټول مخ کښان مودسياست اوبالاخره دژوندڅخه محروم شــوو.
نتيجه : پدې جګړه کې چې انګريزان اوافغانان دلومړې ځل لپاره په مخامخ ډګرکې يودبل سره واقع شوو،انګريزانوپه اسيااواروپاکې زياتې مستعمرې درلودې ،دپوره اقتصادخاوندان وواوترڅنګ يې باقاعده منظم پلې اوسپاره عسکردرلودل چې دهغه وخت په ډيرښه اوعصري اسلحه سمبال وو،په مقابل کې له هرلحاظ کمزوري اوبې وسه ،بې حکومته افغانان ددوې په مقابل کې منظم اوراټول شوواوپه نظامي ډګرکې يې واقعاً انګريزانوته ماتې ورکړه اودا ماتې په هغه وخت سره انګريزانوپه خپلوليکنوکې منلې اوتائيدکړى ده ،چې داماتې اونظامي شکست هغه وخت دبرتاني په سياسي ،اقتــصـــــادي نظامي اوامپراطورانه هويت باندې يوډيرسخت واروو،چې دافغانانوله لاسه يې وخــوړ،دى جنــګ ثــابته کړه چې ظلم اوتجاوزکه هرڅومره په زوراوشورکې واوسې بياهم دماتې ســـره مــخامخ کيږي ،ځکه چې ازادى اوخپلواکې دټولوملتونوحق دي اوبايدهرڅوک خپله خپلواکي ولري اوهيڅوک په هيڅ عنوان نشي کولاې چې له چاڅخه دهغوې ازادي اوخپلواکي سلب کړي ،بله داچې دې جنګ وښوده دافغانانوفطرت دبهرنيواشغال ګرود حاکميت او ا شغال سره په ټکرکې دى اوټول هغه سياستونه چې دبهرڅخه پدې خاوره کې عملي کيږي دتاوان اوخسران سره به مخامخ وي اومطلوب هدف ته به نه رسږي.
همدارنګ ،دجنګ دډګرترڅنګ اداري زيرکتيااووړتياهغه څه دي چې نهايي پايله اونتيجه ترلاسه کولې شي اوکه څوک دجنګ ترڅنګ دغه نيمګړتياپوره نه کړي دجنګ دتکاليفواومشکلاتوله ګاللوپرته به يې نورڅه نوي ترلاسه کړى اوهم ددې جنګ پايلې وښوده چې دواحدې قومندې لاندې راټوليدل دموفقيت اوکاميابى رازله ځانه سره لري.
دامیردوست محمدخان دوهم ځل امارت
۱۸۴۳م - ١٨٦٣ م
اميردوست محمدخان داځل داسې وخت کې په تخت کښيناست چې خپل دوه پخواني دښمنان، په پيښورکې رنجيت سنګهـ اوکابل کې شاه شجاع دژوندله صحنې څخه وتلي وواودريم دښمن برتانيه اوانګريزان يې په دوستۍ اوملګرتوب بدل شوې وو،نوموړي دتبعيدپه درې کلنه دوره کې له انګريزانو څخه سخت متاثره شوی وواوپه خپل هرکارکې يې دانګريزانوزيات خيال ساته ،تردې چې دخپل ځوى وزیر اکبرخان په شمول يې ټول ملي مبارزين لمړۍ ددولت له چوکاټ څخه وويستل اوبيايې بنديان اوياهم له ژوندڅخه محروم کړل، دده په راتلودده فراري کندهارى وروڼه هم کندهارته راغلل اودهغه ځاى اداره يې په خپل لاس کې واخسته اوهرات دپخواپه شان دکامران لخوا اداره کيده چې اميرته دادوه لوي اوسترچيلنجونه متوجه وو،البته په مرکزى اوشمالي ولايتوکې يې دخپل ځوى سردارمحمداکرم خان پواسطه نظم برقرارکړ.
اميردوست محمدخان ددې دورې په اوايلوکې هم تر (١٨٥٤ م) پورې دخپلوګڼووروڼو او ځامنو ترمنځ د اقتدار په سر د بي شميره جنجالونو او جنګونو شاهد وو اوچې کله يې يوتعداد وروڼه په خپل طبعي مرګ مړه شول،دايوڅه ارام شوواوپه قندهارکې خپل ځوى شيرعلي خان وټاکه اوپدې توګه دکندهار جنجال پاى ته ورسيده. په کال (١٨٥٥ م)کې انګريزانوهم دخپل غاصبانه سياست په پلې کولوکې لازم وګڼل چې داميردوست محمدخان سره دخپلوسرحدونودرسميت پيژندلولپاره يوه معاهده لاسليک کړي ،هغه ؤچې پدې برخه کې يې دامير څخه غوښتنه وکړه اواميرخپل نماينده ځوي غلام حيدرخان جمرودته واستوه اودهند برتانوي له لورې دپنجاب ګورنرسرجان لا رنس وټاکل شوو،دې دواړونماينده ګانود(١٨٥٥ م) کال دمارچ دمياشتې په (٣٠ )نيټه يوتړون لاسليک کړچې لاندې مادى يې درلودې :
۱-دشــرقــــي هـندکمپني تعهــدکــــوي چې دافغانستان دهغوسيمواستقلال چې داميرپه لاس کې دى محترم وشميري اوهيڅ کله به دهغوې په چاروکې مداخله نه کوي.
۲-دهندشرقي کمپنى او داميردوست محمدخان ، او دده دورثوواوپاتې کسانوپه منځ کې به لدې نيټې وروسته دايمي سوله اودوستي ثابته اوبرقراره وي.
٣-دوست محمدخان دکابل اودکابل دحکومت پورې تړلو اشخاصو له خپلې خوا اودهغه کسانولخواچې دده ځاى نيسي، تعهدکوي چې دشرقى هندکمپنى په تصرفاتوکې به هيڅ ډول مداخله نکوي اولاس به پرې نه غځوي ،لدې نيټې څخه وروسته به دهندشرقى کمپنى ددوستانودوست اوددښمنانوددښمن وي.
پدې تړون سره انګريزان له يوې خوابې غمه شوواوپه اميرباندې يې هغه سيمې چې دوی غصب کړئ وې يوقِسم قانوني کړئ.
داميرپدې دوره کې يوبل البته ډير مهم جنجال دهرات په بڼه موجودوواوهغه داسې چې روسانودايران په مرسته هرات کې مداخله پيل کړه اوغوښتل يې چې دهرات په نيولوپرهندفشارراولي ،نوددې فشاردمخنيوي لپاره انګريزانوداميرسره يوبل تړون په نظرکې ونيوه اوداميرڅخه يې هندته دورتلوغوښتنه وکړه ؛ خواميردخپلوبوختياؤله مخې معذرت وغوښت اوداځل هم جمرود دمذاکراتولپاره وټاکل شو اميردې مذاکراتوته خپل ځوي سردارمحمداعظم خان اوبرتانوي هندسرجان لارنــس راواستوه ،د ا تړون هم په جمرودکې لاسليک شوواودجمرو ددوهم تړون په نوم ياديږي نيټــه يــې د(١٨٥٧ م)کال دجنورى (٢٦ )او(١٣ )مادې يې درلودې اوپدې سنددامير دوست محمدخان اوهربرت لاسليکونه هم اخستل شوې ،ددې تړون په لومړې ماده کې واىي : ايران داميردوست محمدخان په متصرفاتوتجاوزکړيدې اويوجنګي حالت دى ؛ نوځکه دهندشرقي کمپنى دامــيردوســــت محـــمدخـان ســره مــرسته کـوي،چې دخـپل هيوادڅخه دفاع وکړي اودهيوادپه نوروبــرخوکابل ،بلخ اوکندهارکې دايران له تجاوزمخه ونيسي اوددغې وضعې دپاى ته رسيدوتروخته پورې به انګريزان اميرته دمياشتې (١٠٠٠٠٠) روپۍ ورکوي اوددې تړون په ورستى ماده کې داميرسره د(٤٠٠٠ )ټوپکووعده هم شوې وه .
ددې سيــاسي فـشارترڅنګ انګريزانودعربودبحيرې له لارې دبوشهراويوتعدادنوربندرونه هم دخپلوبحري قوتونوپواسطه لاندې کړل اودهرات په داخل کې هراتي افغانانوهم دخپلې ازادۍ اودايران څخـه دبــــــــى زارۍ مــبارزې ته منــدې کړې ،تردې چې ايران اړشوواوپه پاريس کې ددريم ناپليون په ابتکاردانګريزانوسره مذاکراتوته کېناست اوپه کال (١٨٥٧ م)کې ورسره يوتړون لاسليک کړاوددې تــړون پــه دوهــمه مــاده کـــې وایي:انګريزان به دايران بندرونه خوشي کړي اوخپلې قواوې به اوباسي ،پدې شرط چې ايران خپل عسکراوکارکونکي له هرات څخه خارج کړي . دهمدې تړون له مخې هرات په (٢٧ )دجولاى کال(١٨٥٧ م)کې د ايران لخواتخليه شوو. اوسردارسلطان احمدخان داميــردوست محمــدخان وراره اود ســردارمحمدعــظيم خــان ځــوي ددې ځاى دمشرۍ لپاره دايران پــه خــوښــه راواســتول شــوو،داچـــې ديوخــواسلطان احمدخان دانګريزانوخلاف په لومړې جګړه کې دمجاهدينواوملي مبارزينوله جملې څخه وواوبل دايران په خوښه اوتائيدباندې دهرات ادارې ته راغلې ؤ،نوپدې وجه دبرتانوي هندمقاماتونه خوښوه اوبل داچې سلطان احمدخان هم هرات لکه دوړاندې په څيريوه خپلواکه اداره اوخاوره ګڼله ،نولدې وجهې اميردوست محمدخان دخپلوقواووســــره په (١٨٦٢ م)کې
هرات محاصره کړاودې محاصرې تقريباً (١٨ )مياشتې وخت ونيوه ،تردې چې سلطان احمدخان مــړشــوواوپــه ځـــاى ځــوى شهــنـوازخــان تـردوه مـــياشتومقاومت وکړاوبالاخره هرات داميردوست محمدخان دقواوولاس ته راغې اوپه کال (١٨٦٣ م)کې يې داخاوره هم دخپلې نوموړې ادارى سره وتړله ،خونــــوره ورسره ژوندياري ونکړه اوڅوورځى وروسته دهرات دنيولو،همدلته دنفس تنګى په مرض د(٧٧ )کلوپه عمروفات شوواوپه ګذرګاه کې دخواجه عبدالله انصارى دمزارسره څنګ کې خاوروته وسپارل شوو.
اميردوست محمدخان داقتدار په دې دوره کې ،خپل هيواد دهرات په نيولوديوې واحدې ادارې لاندې راؤست ،منظم ماليات يې وضع کړل اومنظمه اوغيرمنظمه اردودیي تشکيل کړه اوهم يې دداخلي نظم اوامنيت په برخه کې دپام وړخدمتونه ترسره کړل ،نوموړې دمحمدزیو کورنۍ لمړنې شخصيت دى ،چې سکه يې په خپل نوم سره ووهله اودابيت يې په سکوانځوردى.
سيم وطلابه شمس وقمرميدهدنويد
وقت رواج ســــــکه پاينده خان رسيد
داميردوست محمدخان ترمړينې وروسته په همدې ښارکې اميرشيرعلى خان دخپل امارت اعلان وکړ،کوم وروڼه یي چې دلته دامير سره ؤ،هغوې داميردا اعلان ونه مانه اوله هرات څخه وتښتيدل اوبياددوی ترمنځ داقتدارپه سريوبل جنجال اوسياسي ناورين شروع شوو،چې په راتلونکوبحثوکې به ولوستل شي.
داميرشيرعلى خان لومړى ځل پاچاهي
۱۸۶۳ -١٨٦٦ م
کله چې اميرشيرعلى خان دپلارتروفات وروسته خپل امارت رسماً اعلان کړ،محمدافضل خان دده مشرورور ورسره مخالفت وښود،چې دامهال دترکستان حاکم وواوددې ترڅنګ دده سکه ورورمـحمداميــن خــــان چې دقندهاروالى ؤهم پدې نظروو،چې دپلارترمړينې وروسته هرځوى ددې حق لري ،چې دخپلې سيمې او منطقې پاچاشي ؛ خواميرشيرعلى خان پاچاهي دخپل ځان يوازينۍ حق ګاڼه اودهغه وخت پرسيکه يې وليکل چې:
جمال دولت پاينده قسمت ازعليست
وصى دوست محمداميرشيرعليست
اميرشيرعلى خان هرات کې په خپل نوم ترخطبې ويلووروسته خپل ځوى يعقوب خان دلته پريښوداوخـپله کابل ته ولاړاولدې ځاى څخه يې هندبرتانوي ته دخپل امارت رسمې خبرورکړ؛ خو برتانوى هنددخــپلومصلحتونوپه نظرکې نيولو سره داميردرسميت پيژندنې څخه ډډه وکړه .کله چې اميردهنـــــدبرتانوي څخه ناهيلى شوودخپلووروڼودايلولوپه فکرکې شووپه کال(١٨٦٤ م)کې دمحمدافضل خان ســـــــــــــــره په بلخ کې وجنګيده ،محمدافضل خان ماتي وخوړه اوتسليم شوو دی یې له ځــــــــان ســــــــــــــــــره بنـــــدي کړاوځوى عبدالرحمن يې بخاراته وتښتيده اوهم يې په زرمت کې محمداعظــــم خـــان تـــــــه ماتي ورکړه اونوموړې هندته وتښتيده اوانګريزانودځان سره وساته ،لدې وروستـــــــه پــــه کال(١٨٦٥م)کې دکندهاردمــوضــوع دتــصفـيې پــه نـيت دخـپلوقـواوواوامکاناتوسره دمحمدامين خان مقابلې ته ولاړ اوکندهارته تر رسيدوروسته زياتوخلکواوسپين ږيروددواړووروڼوترمنځ دصلحې کوشش وکړ؛ خوڅه نتيجه يې ورنکړه ،بالاخره دکابل اوکندهاردځواکونوترمنځ دتـرنک په کجبازکې يوډيرسخت خونړى جنګ ونښت ،پدې جنګ کې داميرځوان ځوى محمدعلى خان چې داميردلښکرقومندان وواودده ورورمحمدامين خان ووژل شوواوددې ترڅنګ ددواړولوروڅـخه ددې خــــــــاورې (٨٠٠٠ )بچيان ددوه ؤوروڼوترمنځ دشخصي اقتداردليوال تياقرباني شوواوپاکې معصومې وينــې يــې هـيڅ پــه هيـڅه وبـهيـــدې،اميــردې پـيـښـې دومــــره غمجن کړچې کابل ته له رسيـــدووروســته يــې ځـــان بــالــــکل ددولتــې کارونـوڅخه ګوښه کړدلته يې په کابل کې خپل ځوى محمدابرهيم خان وټاکه اوخپل ورورمحمديوسف خان يې دهغه مرستيال مقررکړاوخپله قندهارته ولاړاوددولــت له کارونــوڅــخه زړه مـــاتى شوو،دنــومـوړي داحالت دهيواد په ګوډګوډکې خپورشوو،تردې چې په هندکې دمحمداعظم خان ترغوږهم ورسيدنوموړي داموقع غنيمت وګڼله اودچترال له لارې بدخشان ته راغې اولدې ځاى څخه يې خپل وراره عبدالرحمن خان ته چې په بخاراکې وو،خط ورواستوه اوهغه يې هم راوغوښت ،عبدالرحمن خان هم دبخارادپاچاپه اجازه له اموراتير شوواوترکستان کې يې دميشتوعسکروسره مذاکرات پيل کړل ،دوی دعبدالرحمن سره ښه سلوک وکړاو داسيمــې يې ورته بيدون له کوم مقاومته تسليم شوې اودغوري په منطقه کې تره او وراره سره ملاقــات وکــړاو دخپلې جلاوطنۍ قصي يې يوبل ته وکړې اولدې ځاى څخه دباميانوپه طرف دکابل خواتــه پــه حرکت کې شوو،کله چې چاريکاروته ورسيدل ،يوتعدادسردارانواوقومي مشرانوددوی اواميــرشيــرعلى خان ترمنځ دصلحې کوشش وکړ،خوڅه نتيجه يې ورنګړه ،عبدالرحمن خان دکابل دمشرانوسره په رابطه کې شوو اومحمداعظم خان دکرمې ،زرمت ،خوست اوکټوازدخلکوسره اړيــکې ټيــنــګې کـــــړې اواميـرشيــرعـلى خان هم دخپلوقواوسره دقندهارڅخه دکابل په طرف روان شوو،خودلته عبدالرحمن خان اومحمداعظم خان دلږ مقاومت وروسته کابل ونيوو اوديوقوي لښکــرسره دشيــرعلى خـــان دمخنيوې په خاطردغزني په طرف روان شوواوغزني يې محاصره کړ،شيرعلى خان دمقرڅخه تيراوقره باغ ته ورسيده ،عبدالرحمن دواخت غزني مناسب ونه ګڼه اودخپلوقواوسره سيدابادته واپس شوو،دلته دتره او وراره ترمنځ سخت جنګ وشوو،ويل کيږي چې داميرشيرعلى خان سره (٤٠٠٠٠ )عسکروواوعبدالرحمن سره (١٤٠٠٠)اوپدې حساس وخت کې ورته دمحمداعظم خان ترمشرې لاندې اته نظامي کنډکه او(٢٠٠٠ )سپاره نورهم راورسيدل اودجنګ پايلې ته يې تغيرورکړ.
داميرشيرعلى خان لوري کمزوري شوي وو،خوبياهم اميرپه جنګ اصرارکوه،نږدي وه چې نيول شوى وه ،خـــوخــپلوعســکروپــه زوره پـه آس کښينــاوه اودجــنګ له صـحنې څخه يې وتښتوه اوورسره ځــواکونه يــې پــه شــاه شول اودغزني په طرف ورغلل اوچې کله دغزني خلک داميرله ماتې خبرشوو،دښــــاردروازى يـې ددوی په وړاندې بندې کړې اولدې ځاى څخه بيرته دقندهارپه طرف روان شوواودعبدالرحمن خان ځواکونه ددوی په تعقيب پسې غزني ته راغلل اومحمدافضل خان يې له بندڅخه خلاص اومشريې وټاکه .
محمدافضل خا ن ۱۸۶۶ - ١٨٦٧ م
اميرمحمدافضل خان درې ورځې دلته په غزني کې پاتې شوواودتاريخي ځايونوڅخه يې وليـــــــــدل ،بيايـې احمدجان اندړددې ځاى حاکم وټاکه اوخپله دعبدالرحمن سره کابل په لورې روان شوواوکابل ته پــه رسيـدودټـولومـلـکى اونظامي افسرانولخواتودبدرګه شوواوپرصبايې دتاج پوشي مراسم ترسره شـول اونوم يې په خطبه کې ولوستل شوو.
اميرمحمدافضل خان دخپل حکومت خبربرتانوي هندته ورکړاوبرتانوي هندهم دده حکومت پررســميت وپـيژند،پداسې حال کې چې دشيرعلى خان دحکومت درسميت پيژندوڅخه يې ډډه کړې وه اودليل يـــې داووچې ده له خپلو وروڼوسره مشکل حل کړي نه وه ؛ خودده حکومت پداسې وخت کې په رسميــت وپيژندل شـــوو،چې اميرشير على خان دهيوادپه بل کنج کندهارکې ناست وواودخپلې دوهمــې دورې لپاره يـې شـپې اوورځې شمارلې اوپه قرارکېنه نه ناست ،خودعبدالرحمن خان لخواپه مسلسله توګه دناکامۍ سره مخ شووتردې چې قندهارې دلاسه ورکړاوهرات ته ولاړاوبيالدې ځاى څخــه بلخ ته ولاړاميرمحمدافضل خان دخپل امارت يوکلنه دوره ټوله په جنګونوکې تيره کړه اوپدې ونه توانيده چې يوه مستحکمه اوقوي اداره رامنځ ته کړي ،بالاخره ديوکال اوپنځه مياشتې امارت څخه وروسته دورپيښې ناروغۍ له مخې وفات شوواودخپل وصيت سره سم په خپل باغ قلعه حشمت خان کې خاوروته وسپارل شوواولده وروسته يې بل ورورسردارمحمداعظم خان پاچاشوو.
محمداعظم خا ن ۱۸۶۷ ــــــــــــ ۱۸۶۸ م
دمحـمدافــضل خــاترمړينــې وروســته دعبــدالرحمن اومـحمداعظم خان ترمنځ هم داقتدارپه سريوه سخته لانجه رامنځ ته شوه اوهغه داسې چې دپلاردمړينې وروسته عبدالرحمن خان ځان دخپل پلارځــاى ناستى ګڼه اومحمداعظم خان دورورئ له مخې ځان حقداراووراث ګڼه؛خوبالاخره مـحـمـداعـظــم خــان ددورورځــاى ناســتى شــوواولږه موده وروسته يې دعبدالرحمن خان سره اړيکې ترينګلې شوې اودعبدالرحمن په حواله داوضع يوتعدادخودعرضودرباريانورامنځ ته کړه ،تردې چې محمداعظم خان تصميم ونيوه چې عبدالرحمن شمالي صفحاتوته واستوي اوپدې توګه يې له کابل څخه لري کړي.
داجريان خپله عبدالرحمن خان داسې بيانوي :ماته زماتره وويل :داغوره ده چې ته بلخ ته ولاړشي ماوړانديزوکړچې ښه به داوې چې خپل ځوى عبدالله خان دعبدلرحيم خان اونصيرخان سره بلخ ته واستوې اوماپه کابل کې دځان سره وساتې ،چې داړتياپرمهال موخدمت ته چمتوواوسم ،ځکه چې پوهيدم که شيرعلى خان له هرات څخه راوخوځيږي ؛ نوکه زه په کابل کې يم ، کولاي شم ، مخنيـــوي يي وکړم ، تره مي وويل چې بلخ پرته له تانه سميــږي ، کله چې پوهـ شوم چې تره مي په خپله خبره ټينګارکوي اويوازينې موخه يې داوه چې زه په کابل کې ونه اوسم ،نوپه څوورځوکې مې ځان چمتوکړاوبلخ ته وخوځيدم .
عبدالرحمن خان شمالي ولايتونه تراموونيول اوکابل پورې يې وتړل ؛ خودشيرعلى خان مشکل همدغسې پاتې شووشيرعلى خان چې تل يې دکابل دنيولوارزودرلوده دمحمداعظم خان په اداره کې يې داخـــلي شهزادګان ،ددوســـت محمــدخان لمسي اوخپل وريــرونه په اعتــمادکـې واخـــستل اودکنــدهاراوهرات په قواوسره يې په کابل حمله وکړه اوپه کابل کې محمداسماعيل خان د محمدامين خان ځوي هم داميرشيرعلى خان خواته شوواوکابل دده په لاس سقوط وکړ،محمداعظم خان دهزاره جاتوله لارې بلخاب ته ځان ورسوه اودواړه تره اووراره په غوري کې سره يوځاى شوودمحمداعظم خان ټينګارداووچې په شيرعلى خان باندې حمله وشي؛خودعبدالرحمن په نظرداوخت دجنګ لپاره مناسب نه وو،په هرحال دجنګ ترتيبات ونيول شوو،تره اووراره دغوري څخه باميانواوله باميانوغزني ته راغلل اودلته داميرشيرعلى خان دقواووسره وجنګيدل اوددوې دلاسه يې سخته ماتي وخوړه اولدې ځاى څخه دزرمت اوکټوازدلارې وزيرستان ته ولاړاوبيادايران په طرف روان شوو. اوکابل دشيرعلى خان لاس ته ورغې ،محمداعظم خان دلارې په اوږدوکې په ايران کې مړشوواوعبدالرحمن خان دايران دلارې بخاراته ورسيد.